د لاس رسي وړ اتصالات

غني: زه قرباني شوم چې د ګډوډۍ مسؤلیت مې په غاړه راواچول شي


د افغانستان مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني په بهرنیو همکارانو، په ځانګړي توګه متحده ایالاتو باور کول خپله سهوه بللې او ادعا یې کړې چې بهرنیو همکارانو دی قرباني کړی چې په افغانستان کې د اوسنیو ګډوډیو او ناورین مسؤلیت د ده په غاړه ور واچوي.

د طالبانو لخوا د کابل د سقوط نه وروسته ښاغلي غني د بي بي سي راډیو سره په لومړنۍ مرکې کې ویلي چې د افغانستان د ولس غوصه د درک وړ ده چې دی (محمد اشرف غني) په افغانستان کې د طالبانو د تسلط او په هیواد کې د اوسني وضعیت مسؤل بولي.

مخکني جمهور رئیس د بریتانیې د پخواني لوی درستیز نیک کارټر سره پدې ځانګړې مرکې کې د افغانستان څخه خپل وتل "‍ناڅاپي پریکړه" وبلله او زیاته یې کړه چې دا پریکړه یې وروسته تر هغې وکړله چې احوال ورکړل شو د افغانستان امنیتي ځواکونه د کابل او ارګ د خوندیتوب وړتیا نلري.

ښاغلي غني د کابل څخه د وتو څو دلایل وړاندې کړي. د کابل له وراني څخه مخنیوی، د طالبانو د دوو ډلو تر منځ د واک پر سر د جګړې د احتمال موجودیت او یوې "کودتا" ته مشروعیت ورکول څو دلایل یاد کړي.

"اساسي دلیل چې ما هېواد پرېښود دا و چې زموږ امنیتي ځواکونو سقوط کړی و، ټول [امنیتي] وزیران او د ملي امنیت سلاکار راغلل او ماته یې اطلاع راکړه چې ځواکونه یې پاشل شوي او نشي کولای له کابل څخه دفاع وکړي. دا چې ولې داسې یو حالت ته ورسېدو او د دې باعث شو، پدې اړه هم ستاسې پوښتنې ته ځواب ورکولای شم"

د افغانستان مخکنی جمهور رئیس محمد اشرف غني د اګست په ۱۵مه د کابل څخه د ازبکستان په لور وخوځید او وروسته عربي متحده اماراتو ته ولاړ. ښاغلي غني د اماراتو څخه په یو لنډ ویډیويي پیغام کې ویلي و چې د یوې لویې دسیسې او ستر ناورین د پیښیدو د مخنیوي لپاره یې چې د هغه په قول " د افغانستان تاریخي دښمن" پکې لاس درلود، هیواد پریښودو ته اړ شو.

ښاغلي غني پدې مرکې کې په هغه څه چې په افغانستان کې پیښ شول، ناخوښي وښوده او د بهرنیو همکارانو او په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو د ملامت کولو په هکله یې داسې وویل، " زما د ژوند کارنامه له منځه ولاړه، ارزښتونه مې تر پښو لاندې شول او زه یې قرباني کړلم".

د ښاغلي غني د دې مرکې څخه وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرینو چارو د وزارت پخواني ځانګړي استازي درې اوونۍ مخکې د امریکا غږ سره په مرکې کې ویلي و چې د دوحې تړون له کبله بین الافغاني مذاکراتو ته شرایط برابر شول خو د هغه په وینا چې د افغانستان جمهوریت او د طالبانو ډله دواړه باید پدې ناکامۍ کې پړه وبلل شي.

د کابل څخه د محمد اشرف غني تر وتلو وروسته داسې ادعاوې وشوې چې ګواکې د کابل څخه د وتلو پر مهال یې د ځان سره" ۱۶۹ ملیون ډالر" وړې دي او د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش یا سیګار مشر جان ساپکو ویلي و چې د دې تورونو په هکله څیړنې کوي.

ښاغلي غني د بي بي سي سره په مرکې کې دا تورونه یو ځل بیا رد کړل او د تحقیقاتو غوښتنه یې وکړله.

زه غواړم په قاطعیت سره ووایم، ما له هېواده هیڅ پیسې ندي ویستي. لومړني‌ هدف ته تر رسېدو وروسته ټول هیلیکوپټرونه تالاشۍ ته ورکړل شول. نه یوازې د ښاغلي ساپکو له تحقیقاتو هرکلی کوم، بلکې لکه مخکې مې چې ددغې ادعا له اوازې سره وړاندیز کړی چې غواړم د ملګرو ملتونو یا بل کوم تحقیقاتي بنسټ له خوا د دې موضوع تحقیق وشي. ما له افغانستان څخه بهر هیڅ پیسې ندي انتقال کړي، ما خپله شتمني په دوامداره توګه له بهر څخه افغانستان ته انتقال کړې ده".

د محمد اشرف غني تر څنګ د افغانستان د ملي امنیت د شورا پخواني سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم چې د کابل څخه د وتلو پر وخت د ښاغلي غني سره په سفر کې و، دغه تورونه رد کړیدي.

بي بي سي د هر کال په پای کې د هیواد یو مشهور شخص ته فرصت ورکوي چې یوه ځانګړې خپرونه جوړه کړي او دا ځل یې د پوځ پخواني لوی درستیز نیک کارټر ته بلنه ورکړې وه چې د افغانستان د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني سره مرکه وکړي.

XS
SM
MD
LG