د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: غني خان یو نوښت ګر شاعر و


د غني خان د سلمې کلیزې د لمانځلو سمینار
د غني خان د سلمې کلیزې د لمانځلو سمینار
ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د پښتو ژبې او ادب د ستر شاعر عبدالغني خان د زیږیدنې د سلمې کالیزې د لمانځنې علمي سیمینار پرانیست.

« زما بخت د شمعی بخت دی یا به مرمه یا به سوځم
یا به بیخ له د دریاب ځم یا به پاس په څپو خوځم
عجب زه عجبه لاره عجیبه کاروان روان دی
ما وروستي پړاو ته بیایی که زه ځمه او که نه خم»

دا د پښتو ژبې د هغه ستر سیاستوال، نقاش او شاعر کلام دی چی نن یې افغانستان د زوکړي سلمه کلیزه ولمانځله . د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن د غني خان کلیزه د دوه ورځني سیمینار په ترڅ کې ولمانځله .

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي چې د دغه لمانځنې په ویاړ یې خبري کولې غني خان یې نوښتګر شاعر وګڼی چي د اوچتو نازک خیالیو خاوند و .

حامد کرزی دا فلسفي مزاجه او نازک مزاجه شاعر لیکوال او نقاش د سیاسي ارمانونو خاوند شاعر هم وبلی او ویې ویل چي غنی خان د ډیرو خاصو حالاتو بچۍ دی.

هغه وویل « دا د آزادۍ غوښتنه او د انګریز د امپراطوری سره د پلار په مبارزاتو کي شرکت، انساندوستي او د اجتماع تغییر، د تعلیم د ودې، د افراط او تفریط ورکولو لپآره د غنی خان ارزو ګانې وې او ده ورله دیر تلاش او کوشش کړی وو . بندونه او خوارۍ یی تیرې کړې او ځان یی د سیاسي اهدافو ،اجتماعی بدلون ادبیاتو او نقاشۍ عالي مقام ته ورساوه .»


دغه راز د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین هم غني خان د څپاند او ځواکمن استعداد خاوند نوښټګر او آزاد خیال شاعر وبلله.

هغه د غني خان په اړه زیاته کړه « تر هر څه زیات غني خان یو هیواد پال انسان دی چي د ولس د سوکالۍ او خپلې خاورې د آزادی سره بې کچې مینه لري چې همدغه ځانګړنی د هغه شعر او ادب ته ځآنګړي ښکلا او ځلا بخښلې ده. د هغه د فکر او انسانی ارمانونو نړی ډیره پراخه او نامحدوده ده او د فکر مرغه یې ډیر لوړ الووزي.»


غني خان په ۱۹۱۴ کال کي دې نړۍ ته راغی او په ۱۹۹۶ کې مړ شو. هغه د خدایي خدمتګارانو د تحریک مشر خان عبدالغفار خان زوی وو چې په شاعري کې یی کلام د خوشحال خان او رحمان بابا سره همسنګره ارزول کیږي.

غني خان د اتمانزو په ښونځي کې لومړنۍ زده کړې کړي او بیا د تعلیم لپاره لندن او بیا امریکې ته ولاړ . هغه په فارسی ، عربی ، پښتو اردو او انګریزی ژبو کي لوی لاس لرلو .غني خان د خدایی خدمتګارانو د تحریک غړی پاتی شوی او د پښتنو د آزادی لپآره یې سترې مبارزې کړي دي.

د ځوانی تر شعرونو سوا اکثر کلام یې سیاسی رنګ درلود. پلوشي فانوس کلیات او لټون د ده د شعرونو ټولګې دي.

د عوامي نشل ګوند رهنما افضل خان لالا چي د غنی خان د کلیزې لپاره کابل ته راغلي وايي چي غنی خان د ټولو پښتنو شاعر وو.

هغه داسي وايي « چی دا خبره څوک کوی چی لر و بر نو دا چیغه په ما داسي لګي لکه د ګولي ځکه په هغه افغانستان کی چی احمد شاه بابا جوړ کړی داسی سیمه نشته چی د هغه بر ته دی بر او لر ته دی لر وویلی شي. دا موږ لاشعوری د انګریز عمل قبلوو دا عمل به د نن نه زموږ عزم وی چي دا پړی به د خپل ګریوان نه لری کوو او غورځوو به يی.»


دغه سیمینار به دوه ورځې وغځیږی او د خیبر پښتونخوا راغلی میلمانه د غنی د کار او شخصیت په اړوند مقالې لولي.
XS
SM
MD
LG