د لاس رسي وړ اتصالات

غني د باکو په نړیواله مجمع کې د ګډون لپاره اذربایجان ته لاړ


جمهور رئیس غني به اذربایجان ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې د اذري مشرانو څخه د ګنجوي نړیواله جایزه هم ترلاسه کړي.
جمهور رئیس غني به اذربایجان ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې د اذري مشرانو څخه د ګنجوي نړیواله جایزه هم ترلاسه کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، جمهور رئیس محمداشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن د چهارشنبې په مازدیګر ( کب ۲۲) د اذربایجان مرکز باکو ته ولاړ.

د ارګ له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، په پام کې ده، چې جمهور رئیس غني به د دغه سفر په ترڅ کې د باکو په نړیواله مجمع کې د ګډون او وینا ترڅنګ د اذربایجان د حکومتي مشرانو څخه د نظامي ګنجوي نړیواله جایزه هم ترلاسه کړي.

همدارنګه به جمهور رئیس غني د اذربایجان جمهور رئیس الهام علي اوف سره په کتنه کې د افغانستان او اذربایجان د اړیکو او همکاریو د پراختیا او د سیمې پر مسایلو هم بحث او خبرې وکړي.

ټاکل شوې، د دغه سفر په ترڅ کې به د افغانستان او اذربایجان د مشرانو په حضور کې د افغانستان او اذربایجان تر منځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې یوه موافقتنامه، د کلتور او اورګاډي پټلۍ په برخو کې تفاهم لیکونه لاسلیک شي.

اذربایجان اوس مهال افغان حکومت سره د اسان خدمت په نوم د الکټرونیکي حکومتوالۍ د رواجولو په برخه کې کارکوي.

په افغانستانکې د اسان خدمت پروګرام د پیلیدو وړاندې دا پروګرام په اذربایجان کې هم پلی شوی او په دغه هیواد کې یې د اداري بیروکراسۍ او فساد په کمولو کې د پام وړ مرسته کړې وه.

افغانستان د اذربایجان له حکومت سره ډیرې ښې اړیکي لري.

اذربایجان د لاجوردو په لار کې پروت دی. افغانستان تازه پر دغې لارې ترکیې او د ترکیې له لارې اروپايي هیوادونو ته د سوداګریزو توکو لیږد پیل کړی دی.

ټاکل شوې د باکو اومه نړیواله درې ورځینۍ مجمع د پنجشنبې په ورځ د اذربایجان په پایتخت کې پرانیستل شي.

دا مجمع د نظامي ګنجوي د نړیوال مرکز په نوښت جوړیږي، چې د اویاو هیوادونو څخه شاوخوا ۴۵۰ میلمانه به په کې ګډون وکړي.

دا مجمع د "نوې بهرنۍ پالیسۍ " تر نامه لاندې جوړیږي. د دې مجمعې په ناستو کې به د سیانس، کلتور او د پرمختایي پروګرامونو پر وړاندې د پرتو ګواښونو په اړوند مسلو خبرې وشي.

تمه ده، چې د جمهور رئیس غني سربیره یو شمیر ناتو نړیوال مشران به هم په دې مجمع کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG