د لاس رسي وړ اتصالات

چین پاکستان له افغان سولې سره همکارۍ ته هڅوي


د چین ولسمشر وايي، پاکستان افغان سوله کې مهم رول لري او وايي، چین به دغه هېواد د افغان سولې له بهیر سره همکارۍ ته وهڅوي.

شي جینګ پینګ دغه څرګندونې پرون پنجشنبه د قرغزستان مرکز بیشکیک کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدنې پرمهال کړي دي.

د ارګ د اعلامیې له‌مخې د چین ولسمشر په دغه لیدنه کې د تروریزم په وړاندې د افغانستان قربانۍ ستایلي او د افغانانو په مالکیت او مشرۍ یې د سولې له بهیر څخه ملاتړ کړی دی.

بیان وايي، ولسمشر غني هم افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه بللې او له طالبانو سره یې د سولې په اړه سیمه ییز اجماع او د سولې تر موافقتانامې وروسته یې د چین همکاري او رول مهم بللی دی.

پر همدې مهال د هند صدراعظم نریندرا مودي هم پر خپل ټویټر په پښتو او دري ژبو لیکلي چې تېره شپه یې له ولسمشر غني سره د افغان سولې بهیر ترڅنګ پر یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړي دي.

مودي لیکلي:"نن مې له ولسمشر اشرف غني سره په بیشکیک کې په زړه پورې لیدنه درلوده."

مودي همدارنګه ویلي چې هېواد یې د افغان سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي، هغه لیکلي:"هندوستان په بشپړه توګه د دې هېواد د وګړو لپاره د سولې په موخه د افغانستان د هڅو ملاتړ کوي."

ولسمشرۍ ماڼۍ هم ویلي چې د واړو لورو په دغه لیدنه کې له تروریزم سره پر مبارزې، سیمه ییز اتصال، د اقتصادي او ا ترانزیتي همکاریو پر پراختیا، سیمه ییزې اجماع او په ځانکړي ډول پر افغان سوله هم خبرې وکړې.

د ولسمشر غني او د هند د صدراعظم نریندرا مودي په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو مشران او استازي د شانګهای سازمان په ۱۹مه سر مشریزه کې د ګډون لپاره بیشکیک ته رسېدلي دي.

ارګ پرون ویلي و چې ولسمشر غني به د شانګهای سازمان غونډې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري.

XS
SM
MD
LG