د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلي: د جگړې د ختمولو او سولې لپاره مهم گامونه اخلو


نن په ارګ کې د عبدالعلي مزاري د ۲۳ تلین په مناسبت یوه غونډه جوړه شوې وه
نن په ارګ کې د عبدالعلي مزاري د ۲۳ تلین په مناسبت یوه غونډه جوړه شوې وه

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې په راتلونکې کال کې به د سولې په اړه د خبرو اترو او د جګړې د پای ته رسولو په لار کې مهم ګامونه واخلي.

د دغې شورا رئیس محمد کریم خلیلي چې په ارګ کې د عبدالعلي مزاري د ۲۳ تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل له دې سره سره چې د سولې د خبرو اترو په اړه بدبینۍ شته، خو راتلونکی کال هیله ورکوونکی دی.

ښاغلي خلیلي زیاته کړه "موږ په راتلونکې کال کې د جګړې د ختمولو او یا کمولو او د سولې لپاره مهم کوټلي ګامونه پورته کوو، زه راتلونکی کال یو ښه کال وینم، او هیله مند یم چې د ملي وحدت د حکومت رهبري به له دې ګامونو څخه چې پورته کیږي، ملاتړ وکړي”.

د افغانستان د سولې عالي شورا په دې ټینګار وکړ چې که وسله وال مخالفین – طالبان – هم په خپلو رسمي پیغامونو او لید لوري کې جګړه د حل لاره نه بولي، نو دا یو “ ښه مشترک ټکی” دی.

هغه همدارنګه وویل چې په تېرو مسایلو او پېښو کې پاتېدل، د جګړې، بدبختۍ او وروسته پاتي والي لامل کیږي او تېر ته باید د عبرت د درس په توګه وکتل شي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ارگ غونډې ته په خپلو خبرو کې هم پدې ټینگار وکړ چې تېر وخت نه باید د افغانستان د اوس او راتلونکې خنډ وګرځي، خو زیاته یې کړه، د افغانستان د یوې برخې یا د ټول ولس د درد نه د خبرتیا لپاره د تاریخ درک ته اړتیا ده.

ولسمشر غني: ارګ د استبداد ځای نه دی

ولسمشر غني وايي هر څوک چې ولسمشرۍ ته رسیږي، د خلکو د ارادې پر بنسټ دغه ځای ته رسیږي او ارګ د زورواکۍ ځای نه دی.

د ولسمشر په باور د تېرو دردونو د درمل کولو کلي او راتلونکو موخو ته د رسېدلو لار، د ملي یووالي او ټولنیز عدالت تطبیق دی.

ښاغلی غني د عبدالعلي مزاري د ۲۳ تلین په مناسبت غونډې ته په خبرو کې دا هم وویل چې د ارګ اصلي څښتان د افغانستان خلک دي او یوازې د څو ورځو لپاره دغه ځای هغه ته ورکول شوی دی.

ښاغلي غني زیاته کړه "د جمهوري ریاست ارګ نه د استبداد ځای دی، او نه دا چې دا کور په یوه شخص اړه لري، دا کور یوازې او یوازې د افغانستان په ازادو خلکو اړه لري."

ولسمشرغني په داسې وخت کې دغه ډول څرګندونې کوي چې د هغه اپوزیسیون په وار وار ښاغلی غني په ارګ کې د واک پر انحصار تورن کړ دی.

ولسمشر غني خپل حکومت د سولې، ثبات او د افغانستان د پرمختګ اساس وباله او ویې ویل چې د حکومت سیاسي غېږه باید محدوده نه بلکه ستره وي.

له بلې خوا ښاغلي غني ټینګار وکړ چې افغانان لوی سیاسي زغم ته اړتیا لري او باید په رښتیني توګه د یو بل خبرو ته غوږ ونیسي چې پایلو ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG