د لاس رسي وړ اتصالات

غني: تیر کال د پوهنې په برخه کې بریالی نه وم


د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې سږکال د یو میلیون څخه زیات ماشومان ښوونځیو کې زده کړې پیلوي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې سږکال د یو میلیون څخه زیات ماشومان ښوونځیو کې زده کړې پیلوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د سې‌شنبې په ورځ (د حمل ۳مه) د ښوونځي د زنګ په ګړنګولو نوی تعلیمي کال پرانیست.

د نوي تعلیمي کال د پرانیستلو مراسم، چې د کابل په اماني لیسه کې جوړ شوي وو، په کې د کابینې او ملي شورا یو شمیر غړو، سیاسي مشرانو، په کابل کې د یو شمیر بهرنیو هیوادونو سفیرانو، ښوونکو او زده‌کوونکو ګډون کړی وو.

ولسمشر غني په دې مراسمو کې وویل، د افغانستان د پوهنې اوسنۍ جوړښت د ښوونکو او زده‌کوونکو غوښتنو ته ځواب‌ویونکی نه دی ځکه، چې د کمیت له پلوه د افغانستان پوهنې زیاته وده کړې، ارقام لوړ شوي خو د کیفیت له پلوه لا هم بنسټیزې ستونزې په خپل ځای پاتې دي.

افغان ولسمشر د پوهنې په برخه کې په ځانګړې توګه د ښوونکو لپاره د مسکن په جوړولو کې ځان مشروط وباله او وې ویل په تیر کال کې د ښوونکو د ژوند د ښه‌والي لپاره بنسټیز کارونه ترسره نه شول.

ښاغلي غني ښوونکو ته په خطاب وویل "د معاش تادیات، ماکولات دا په فضل د خدای حل شوي دي، بودیجه یې موجوده ده، تیر کال نه وو، هغه برخې د وعدې عملي شوي دي، که هغه نه وای ځان ته مې د ناکامۍ نمره ورکوله، ځکه مې اوس د مشروطۍ نمره ورکړه، عمده دلیل چې ولې مشروط یم تاسې ته مې وعده کړې وه چې ستاسې په مسکن باندې، ستاسې په کورونو باندې به بنیادي فکر وکړو، دا مو نه دي ترسره کړي بخښنه غواړو."

ولسمشر غني د ښوونکو لپاره له ښارونو څخه په لرې پرتو سیمو کې د ښارګوټو جوړول او د ځمکو غصب، د ښوونکو لپاره د مسکن او سرپناه په جوړولو کې د خنډ اصلي لاملونو په توګه یاد کړل او وې ویل، چې په تیر کال کې یې د پوهنې وزارت اړوند ۳۶زره جریبه ځمکه له غاصبینو څخه بیرته اخیستې ده.

افغان ولسمشر یوځل بیا له ښوونکو سره د هغوی د سرپناه د ستونزې لرې کولو ژمنه وکړه او وې ویل، په یوې داسې طرحې کار روان دی، چې له مخې به یې ښوونکي، دولتي مامورین او امنیتي ځواکونه د مسکن خاوندان شي.

اصلاحات

ښاغلي غني، په پوهنې وزارت کې د ریاستونو زیاتوالی، چې شمیر یې ۸۶ ته رسیده یوه جدي ستونزه وبلله او وې ویل چې په دې برخه کې د اصلاحاتو د رواستلو په پایله کې د دغو ریاستونو شمیر اوس ۳۶ ته راښکته شوې دی.

په همدې توګه ولسمشر غني د پوهنې وزارت په جوړښت کې د ښځو ونډه خورا کمه وبلله او په دې برخه کې پر بنسټیز بدلون ټینګار وکړ.

دغه راز، ولسمشر غني د پوهنې وزارت د مالي مدیریت پر ادارې نیوکه وکړه او وې ویل، له مالي سرچینو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې په پایله کې د افغانستان په کچه د ۶۵۰ ښوونځیو جوړول نیمګړي پاتې دي.

افغان ولسمشر د پوهنې وزارت له مسئولینو څخه وغوښتل، چې به دغه وزارت کې د حساب ورکونې یوه شفافه اداره رامنځ ته کړي.

ولسمشر غني په پوهنې وزارت کې د مامورینو او ښوونکو ګمارنې ته په اشارې وویل، چې لا هم په دې وزارت کې زیا پوسټونه خالي دي او له اړوندو مسئولینو څخه یې وغوښتل چې په دې پوسټونو کې وړ کسان په ساده او شفافه پر دندو وګماري.

ښاغلي غني وویل "د ګمارنې معیارونه باید شفاف وي، د پوهنې وزیر صاحب غوښتنه کړې چې سل نوي بسته به د آزادو سیالیو لارې جوړ شي، دا زیات بستونه دي او په دې بستونو کې باید بشپړ شفافیت شتون ولري."

دغه راز، ولسمشر غني د افغانستان د پوهنې کیفیت د لوړولو لپاره له اړوندو ادارو څخه وغوښتل چې د یو معیاري تعلیمي نصاب په جوړولو کار وکړي او په همدې توګه د افغانستان ټول ښوونځي له نوري فایبر شبکې سره ونښلوي تر څو د ښوونځیو تر منځ اړیکې غښتلې شي.

د افغانستان ولسمشر د پوهنې د وضعیت ښه‌والي لپاره د یو ملي حشر په لاره اچولو ټینګار وکړ او وې ویل، ټولې دولتي ادارې، پانګه‌وال، عام ولس او د زده‌کوونکو میندې او پلرونه د پوهنې په برخه کې مسئولیت لري.

سږني پلانونه

په دې مراسمو کې د افغانستان د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وویل، چې د دې وزارت مشرتابه په دغه هیواد کې له تبعیض او سیاست څخه پاک یو پوهنیز نظام جوړولو ته ژمن دی.

ښاغلي بلخي وویل، په ۱۳۹۵ هـ ل کال کې ۱ میلون او ۱۰۷ زره زده‌کوونکي، چې ۴۱ فیصده یې انجونې دي، د افغانستان د پوهنې په نظام کې جذب کېږي.

هغه وویل "۵۹۰ تعلیمي مرکزونه، چې په کې به د عمومي زده‌کړو ۳۸۷ ښوونځي، ۱۶۸ مدرسې او دارالحفاظ، ۲۴ ښوونځي او تخنیکي او مسلکي انسټیټيوټونه، د ښوونکو د روزنې ۱۲ مرکزونه شامل وي، جوړ شي، ۴۱۵ لومړني ښوونځي به متوسطې ته او ۲۷۸ متوسطه ښوونځي به لېسو ته ارتقا وکړي."

د افغانستان د پوهنې وزیر زیاته کړه، چې د دغه هیواد په کچه به ۵۱۷ زره تنو ته د سواد زده‌ کولو ۲۰۷۰۰ کورسونه جوړ کړي او په همدې توګه په هغو ولایتونو کې چې په لومړیتوب کې دي ۷۸۰۰ نوي ټولګي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه راز د پوهنې وزیر په پام کې لري، چې په نوي کال کې د افغانستان په هر ولایت کې، د ممتازو شاګردانو لپاره د هلکانو او انجونو دوه دوه ښونځي جوړ کړي.‌

په حرفوي او مسلکي برخو کې د زده‌کړو ۸۰۰ بورسونو برابرول، د ښوونځیو لپاره په ځانګړي یونیفورم کې د څارندویانو جوړول، په ښوونځیو کې د لوبغالو جوړول او په پوهنې وزارت کې د حساب‌ورکونې او شفافیت راوستل په روان کال کې د دغه وزارت هغه پلانونه دي چې ښاغلي بلخي ورته اشاره وکړه.

XS
SM
MD
LG