د لاس رسي وړ اتصالات

غني: زما په دوره کې یواځې ٦٦ امریکایي پوځیان وژل شوي


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي چې د ٢٠١٥ نه تر اوسه زما د ولسمشرۍ په موده کې یواځې ٦٦ امریکایي سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي چې دا پدې هیواد کې د امریکایي سرتیرو په وژل کیدو کې د پام وړ کموالی دی.

ښاغلي غني چې د جرمني د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې خبرې کولې وویل د هغه او جمهور رئیس دونالد ټرمپ ترمنځ په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د راتلونکې په هکله د نظر بشپړ اتفاق شته.

ښاغلي غني وویل "د ٢٠١٥ کال څخه تر اوسه په افغانستان کې د امریکا ٦٦ سرتیري وژل شوي. دمخه دمخه (دغه تلفات) د ٢٥٠٠ څخه زیات وو. دا جگړه، امریکایي جگړه نده. دا یوه غلطه انگیرنه ده."

جمهور رئیس غني زیاته کړه "جمهور رئیس ټرمپ او زه، په افغانستان کې د امریکا د شتون په هکله یو ډول نظر لرو، هغه دا چې (په افغانستان کې د امریکا حضور) باید موثر او گټور اوسي. موثر پدې معنی چې د (سرتیرو) شمیر باندې باید بحث وکړو او گټور پدې معنی چې لگښتونه باید راټیټ کړای شي".

ښاغلي غني دمخه هم رسنیو ته د خپلې ولسمشرۍ په وخت کې د پوځیانو د مرگ ژوبلې په هکله شمیرې ورکړې وې. هغه دمخه ویلي وو چې دده د ولسمشرۍ په دوره کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو شاوخوا ۴٥ زره افراد مړه شوي دي.

پدې وروستیو میاشتو کې د افغانستان د اوږدې جگړې د ختمولو لپاره هڅې گړندۍ شوي دي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد څو ځلې د طالبانو له استازو سره کتلي دي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت د پای ته رسولو او سولې لپاره لاره پیدا کړي.

خو طالبان تر اوسه د افغان دولت سره مستقیمو خبرو ته ندي حاضر شوي.

ښاغلي غني په پخلو تازه څرگندونو کې یو ځل بیا پدې ټینگار کړی دی چې د طالبانو سره د سولې خبرې هغه وخت گټورې کیدای شي چې د افغانستان قانوني او انتخابي بنسټونو ته په درناوي وشي.

XS
SM
MD
LG