د لاس رسي وړ اتصالات

غني: افغانان څو ورځنۍ نه، بلکې تلپاتې سوله غواړي


افغان ولسمشر وايي، افغانان تلپاتې سوله غواړي، نه څو ورځنۍ او ماتېدونکې سوله.

له افغانستان څخه د شوري ځواکونو وتلو د ۳۰ مې کالیزې په مناسبت ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د«سلواغې پر۲۶مه» پخپل خپور شوي‌ پیغام کې ویلي چې څو ورځنۍ سوله «اقلیت محوره» ده او د ټولنې لویې برخې پکې له پامه غورځول کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د لنډمهالې سولې پر ځای تلپاتې سوله راتلونکې ده او زیاته یې کړه چې نور هغه وخت پای ته رسېدلی چې بهرنۍ تپل شوي جګړې ته د دین په نوم جهاد وویل شي.

نوموړي زیاته کړه:"څو ورځنۍ سوله اقلیت محوره ده، او د ټولنې لویه برخه یعنې ښځې، ځوانان او محرومې برخې پکې له پامه غورځول کېږي."

غني وویل چې له افغانستان څخه د پخواني شوري ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکې په اړه د افغانانو اندېښنو ته پام ونه شو چې له امله یې نورې جګړې رامنځته شوې.

نوموړي زیاته کړه"زموږ د خلکو د مبارزو په نتیجه کې شوروي ځواکونه ووتل، خو د افغانستان برخلیک ټاکلو کې د تدبیر په برخه کې زموږ د خلکو اندېښنو ته ځواب ونه ویل شو، ځکه په نورو جګړو او مصیبتونو واوښتل".

نوموړي په افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو وویل چې افغانان دا مهال له یوه برخلیک ټاکونکي وضعیت سره مخ دي چې د نوموړي په وینا په یووالي سره کولای شي جګړې او نا امنۍ پای ته ورسوي.​

ولسمشر غني پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې امریکايي لوري او طالبانو د سولې په روانو خبرو کې د پرمختګونو خبر ورکړی دی.

تر هغه وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل که د سولې خبرې نتیجه ورکړي دوی به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر را کم کړي.

دغه غونډې ته د افغان حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله ویل په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د یو شمېر بهرنیو ځواکونو د وتلو احتمال شتون لري «موږ» افغان باید پر ګډو ارښتونو لکه اساسي قانون، اسلامي‌ جمهوري افغانستان او یو شمېرو نورو باندې په یوه خوله وه اوسو.

نوموړي خبرداری ورکړ که چېري افغانان د قوي دولت جوړونې په برخه کې په یوه خوله ونه اوسي افغانستان به یو ځل بیا د تاریخ له تېرو ترخو تجربو سره مخ شي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان له سیاسیونو څخه زما توقع داده هغه نقطې چې موږ مشترکې دي په اړه یې له یو بل سره همکاري وکړو او په هغه ځای کې چې باید مشروع رقابت وشي لکه ټاکنې باید مشروع سیالي وکړو."​

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغان سولې په اړه د امریکايي پلاوي‌ او طالبانو ترمنځ په روانه فبرورۍ میاشت کې بله غونډه تر سره شي.

XS
SM
MD
LG