د لاس رسي وړ اتصالات

غني: ځینې ډلې پاکستان کې په ښکاره د افغانستان لوټ او تالان نمانځي


جمهور رئیس محمد اشرف غني د تاشکند په نړیوالې غونډې کې وینا کوي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د تاشکند په نړیوالې غونډې کې وینا کوي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي په پاکستان کې ځینې شبکې او ادارې چې د طالبانو ملاتړ کوي، په ښکاره په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ولسي او دولتي شتمنیو لوټ او تالان نمانځي.

ښاغلي غني دا څرګندونې د جمعې په ورځ جولاۍ ۱۶ (چنګاښ۲۵) په تاشکند کې د جنوبي او مرکزي آسیا په نړیوال کنفرانس کې وکړې.

ښاغلي غني ونه ویل چې کومې ډلې په پاکستان کې د افغانستان ویجاړی نمانځي،‌ خو څو ورځې وړاندې په ټولنیزیو شبکو کې یو شمیر ویډیوګانې خپرې شوې چې پکې د پاکستان او کویټې په ښارونو کې د طالبانو په ملاتړ لاریونونه کیدل د هغوی په پلوي یې شعارونه ورکول.

ښاغلي غني پخپلو خبرو کې همدارنګه وویل چې په تیرې یوې میاشت کې د پاکستان او نورو هیوادونو نه څه باندې ۱۰ زره وسله وال افغانستان ته اوښتي دي خو دا یې ونه ویل چې پدې کې څومره پاکستانیان دي.

د افغانستان حکومت تل په پاکستان تور لګوي چې د وسله والو طالبانو د روزنې او جلب او جذب خوندي مرکزونه پدې هیواد کې دي خو پاکستان دا تورونه رد کړي.

پاکستاني چارواکو منلې چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي خو کوم اثر او رسوخ یې چې پخوا پدې ډلې درلود، اوس یې نلري.

جمهور رئیس غني د تاشکند په کنفرانس کې یو ځل بیا د پاکستان نه وغوښتل چې د سولې جدي خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره دې پاکستان د خپل نفوذ نه کار واخلي.

ښاغلي غني وویل، " عمران خان او جنرالانو یې په کراتو ډاډ ورکړی چې د طالبانو په لاس د افغانستان سقوط د پاکستان په ګټه ندی."

ښاغلي غني چې خبرې کولې د پاکستان صدر اعظم عمران او د بهرنیو جارو وزیر شاه محمود قریشي هم ناست وو.

په همدې حال کې ارګ وايي چې ولسمشر غني د پاکستان له صدر اعظم عمران خان سره لیدلي دي، خو د دغه ملاقات جزییات یې ورکړي‌ نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح یو ځل بیا په پاکستان تور لګولی چې د شلو ډېر کلونه وشول چې پاکستان خپلې خاورې کې د طالبانو شتون نه مني.

امرالله صالح زیاته کړې چې اوس مهال افغانان او بهرنیان د پاکستان ورته خبرو سره بلد شوي او ټول پوهیږي چې "د نه منلو بیانیه ورکول" هغه یو پاراګراف دی چې مخکې له مخکې لیکل شوی دی.

سره لدې چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او طالبانو د یو شمیر سیمو د نیولو ادعا کړې خو جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې د عراق، سوریې، الجزایز او یمن په شان په هیوادونو کې د جګړو نه په عبرت اخیستو جګړه نه غواړي او یو ځل بیا یې په طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان د حکومت سره دې د سولې جدي خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG