د لاس رسي وړ اتصالات

غني: ایا د ملاتړ او پناه ځایو پرته طالبان عملیات کولی شي


د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا په دې خپور شوي تصویر کې جمهوررئیس غني باکو کې اسیا د زړه کنفرانس کې وینا په حال کې لیدل کیږي.
د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا په دې خپور شوي تصویر کې جمهوررئیس غني باکو کې اسیا د زړه کنفرانس کې وینا په حال کې لیدل کیږي.

جمهوررئیس محمد اشرف نن د جمعې په ورځ د اذربایجان په پایتخت باکو کې د اسیا د زړه د هیوادونو اووم کنفرانس غونډې ته په وینا کې وویل چې سیمه او افغانستان د ګواښونو او ستونزو سره مخ دي.

د اسیا د زړه د هیوادونو د بهیر اومه غونډه چې افغانستان او اذربیجان یې په ګډه مشري کوي نن د اذربیجان د جمهوررئیس الهام علي ووف په وینا پرانیستل شوه.

د اذربیجان جمهوررئیس افغانستان سره خپلې اړیکې ډیرې ښيي وګڼلې اوافغان حکومت ته یې د افغان امنیتي ځواکونو د اصلاحاتو په بهیر کې یې د خپل هیواد د مر ستې وړاندیز وکړ.

جمهوررئیس محمد اشرف غني دې غونډې ته په وینا کې د افغانستان او سیمې پر حالاتو خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په هکله وویل چې اوس دا ځواکونه د دفاعي حالت څخه وتلي او د خپلو وسله والو مخالفانو او نشه یې توکو د قاچاقبرانو پر وړاند ې یې تعرضي عملیات پیل کړي دي.

جمهوررئیس غني وویل " په افغانستان کې د هرو پنځه عملیاتو څخه څلور یې افغان کوماندو ځواکونه په خپلواکه توګه ترسره کوي".

جمهوررئیس غني وویل ځانګړو ځواکوونو شمیر دوه چنده او د افغان هوايي ځواک ظرفیت درې چنده لوړوي.

جمهوررئیس غني طالبان د نشه یې توکو په کاربار تورن کړل او پوښتنه يې وکړه چې ایا طالبان پرته د ملاتړ او پناه ځایونو د شتون څخه عملیات هم کولی شي او که نه.

جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو نوې ستراتیژي طالبانو او د هغو ملاتړو ته دا پیغام ورکوي چې هغوی جګړه نه شي ګټلی.

جمهور رئیس غني د خبرو لار په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو یوازینی لار وګڼله.

دا کفرانس چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست صلاح الدین رباني او د اذربیجان د بهرنیو چارو وزیر یې په ګډه مشري کوي په پام کې ده نن د یوې اعلامیې په خپریدو پای ته ورسیږي.

د اسیا د زره د کنفرانس چې د استنبول د بهیر په نوم هم یادیږي په ۲۰۱۱ کال کې د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په استنبول کې پيل شو او بیا وروسته دد غه کنفرانس نورې غونډې په کابل، قزاقستان، چین، پاکستان او هند کې جوړې شوي دي.

د دې کنفرانس هدف د اففانستان په مشرۍ د دغه هیواد د ګاونډیو او سیمې د هیوادونو ترمنځ د یو لړ مسلو په هکله د همغږۍ رامنځ ته کول دي.

د استنبول د بهیر ترڅنګ افغان حکومت د کابل پروسې په نوم د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هیوادونو سره د یو لړ مشورتي ناستو لړۍ هم سږکال پیل کړې ده.

ټاکل شوې د کابل پروسې د کنفرانس دوهمه غونډه به د جنورې په میاشت کې په کابل کې جوړه شي.

XS
SM
MD
LG