د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د طالبانو مرکز په پاکستان کې دی

جمهور رئیس غني نن د جمعې د لمانځه وروسته ارګ کې د وینا پر مهال له پاکستان د تروریستي ډلو پرخلاف د اقدام غوښتنه وکړه.
جمهور رئیس غني نن د جمعې د لمانځه وروسته ارګ کې د وینا پر مهال له پاکستان د تروریستي ډلو پرخلاف د اقدام غوښتنه وکړه.

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني وايي، پاکستان ته یې د هغو تروریستانو د نومونو بشپړ لیست چې په افغانستان کې په تروریستي فعالیتونو کې لاس لري سپارلی او اوس د دغه هیواد څخه د هغوی پر وړاندې د اقداماتو په تمه دی.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د جمعې د لمانځه د ادا کولو وروسته افغان ولس ته په خپله وینا کې چې دارګ د جومات څخه د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریدله له پاکستان وغوښتل چې د خبرو پرځای دې عمل وکړي.

جمهور رئیس غني وویل" د طالبانو مرکز پاکستان کې دی، اوس د پاکستان حکومت ته د تصمیم وخت راغلی، چې هغه شی، چې د ځان لپاره مني، ټول جهان د اسلام لپاره یې مني او یا د دوی تصور دادی، چې تنها د دوی علما پوهیږي او نور علما په څه نه پوهیږي".

جمهور رئیس غني وویل، چې پاکستان ته یې د هغو افرادو او د هغوی د شبکو د نومونو یو منظم لیست سپارلی، چې په افغانستان کې په تروریستي فعالیتونو کې لاس لري.

جمهور رئیس وویل " مونږ اقدام ته په تمه یو، هره پروسه دا خبرې، د کاغذ پر مخ خبرې دي، د افغانستان ملت د عمل، څرګند او پرکنده عمل غوښتنه کوي".

جمهور رئیس محمد اشرف غني د دغې وینا پرمهال د هغه شاوخوا ته زیات شمیر هغه لمونځ کوونکي هم راټول شوي وو، چې له هغه سره یې په ارګ کې د جمعې لمونځ ادا کړی وو.

د هغوی په ډله کې د پخوانیو مجاهدینو د ډلو یو شمیر پخواني لوړپوړې چارواکي، د سولې د عالي شورا یو شمیر غړي او د پارلمان استازي هم شامل وو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په خپله یوولس دقیقې وینا کې پر طالبانو هم غږ وکړ چې د هغو سره خپل صف جلا کړي، چې د جمهور رئیس غني پر وینا د باطل خوا یې نیوله ده.

جمهور رئیس غني وویل، سوله په ابهام کې ده، خو زیاته یې کړه چې افغانان به هم سوله او هم جګړه وګټي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د جمهور رئیس غني څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا سمه نه ده چې په افغانستان کې د روانې ناامنۍ ټول مسولیت په پاکستان واچول شي.

ښاغلي فیصل د افغانستان د بیا رغونې لپاره د سرمفتش د دفتر هغه راپور ته اشاره وکړه، چې په کې د دغه هیواد په شاوخوا ۴۰ فیصده خاوره کې د وسله والو طالبانو د فعالیتونو په اړه څرګندونې شوي دي.

همداشان محمد فیصل، په پاکستان کې د حقاني د شبکې او طالبانو د مشرانو شتون په کلکه رد کړ.

هغه وویل، چې افغان حکومت ورسره معلومات شریک کړي، چې پاکستان به ژر افغان حکومت خپل ځواب وسپاري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG