د لاس رسي وړ اتصالات

د غني ویاند په ټوکو کې څه وویل؟


ښاغلي مرتضوي جنرال دوستم یو ماهر جګړه مار یاد کړ
ښاغلي مرتضوي جنرال دوستم یو ماهر جګړه مار یاد کړ

شاه حسین مرتضوي په یوې کمیډي خپرونې کې د سیاستوالو په اړه خپل نظر ورکړ او د غني لپاره یې د مرچو جوس هم وڅښه.

شاه حسین مرتضوي د یک تلویزون د (کاکتوس) په نامه یوې طنزي/سیاسي خپرونه کې میلمه و. ښاغلي مرتضوي په دې ۵۰ دقیقې خپرونې کې پر ډېرو داسې موضوعاتو او اشخاصو په خلاصه سینه خبرې وکړې چې ښايي په رسمي ډول یې هیڅکله ونکړي او یا یې نغواړي چې ویې کړي.

په خپرونه کې له ښاغلي مرتضوي نه د هغه د شخصي ژوند، کار او ځینو افغان سیاستوالو په اړه پوښتنې وشوې. د خپرونې په یوې برخه کې ښاغلي مرتضوي ته د ځینو افغان سیاستوالو تصویرونه وښودل شول او د ځینو یې نومونه واخیستل شول چې هغه یې په اړه څه ووايي.

لومړی تصویر د ولسمشر غني د لومړي مرستیال جنرال دوستم و چې ښاغلي مرتضوي یې په اړه وویل "یو ماهر جګړه مار دی. خپلو خلکو ته ژمن دی، خو ناموافق سیاستوال دی."

ورپسې د خپرونې چلونکي د مخکني ولسمشر حامد کرزي تصویر هغه ته وښوده. مرتضوي وویل "هغه پرېښودونکی نه دی. سیاسي ارباب او د ټاکنو تر شا د صحنو لوبغاړی دی. "

د جنرال دوستم د سیاسي رقیب احمد ایشجي تصویر په لیدلو سره ښاغلي مرتضوي وویل "یو نجیب سیاستوال او د ناسالمو سیاسي رقابتونو قرباني. "

د خپرونې چلوونکي ښاغلي مرتضوي ته د طالبانو د مخکني مشر ملا عمر نوم هم وښوده او هغه وویل "نړۍ یې په یو سترګه نیمګړې ليدله."

د خپرونې په وروستۍ برخه کې ښاغلي مرتضوي ته د بلخ د والي عطا محمد نور نوم واخیستل شو. هغه له لږ ځنډ وروسته په خندانه خوله وویل "سرمایه دار مجاهد." له دې سره ټول تالار خنداوو ونیوه.

د خپرونې یوه برخه داسې وه چې که نغواړي پوښتنې ته ځواب ووايي باید پر میز د اېښودل شویو بدو خوړو څخه یې یو انتخاب کړي.

له ښاغلي مرتضوي یې وپوښتل چې د را روانو ټاکنو لپاره د ولسمشر غني لومړی مرستیال څوک دی؟ هغه له ځواب ورکولو ډډه وکړه او د مرچو جوس یې وڅښل.

دا خپرونه د پنجشنبې په ماښام (جنوري۳) خپره شوې وه.

XS
SM
MD
LG