د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني قطر ته لاړ 


یافغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کویټ او بیا د قطر په لور وخوځید.

ولسمشر غني به د دغه سفر په مهال یوه لنډه دمه په کویټ کې ولري او هلته به د کویټ د مرحوم پخواني پادشاه شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړي.

ولسمشر غني به له کویټ نه قطر ته لاړ شي او هلته به د دوه ورځني سفر په مهال د قطر له امیر، صدراعظم او نورو قطري چارواکو سره د کتنې ترڅنګ د افغان دولت له مذاکراتي پلاوي او د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر سره هم وګوري.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي د یاد سفر په اړه پر خپل ټویټر لیکلي.

قطر ته د سفر په دوهمه ورځ به ولسمشر غني د قطر له امیر شیخ تمیم حمد بن ال ثاني سره د پلاویو او یو په یو ناسته هم ولري.

ولسمشر غني پداسې حال کې قطر ته سفر کوي چې د افغان دولت او د طالبانو د مذاکراتي پلاویو ترمنځ په دوحه کې د سولې خبرې روانې دي.

XS
SM
MD
LG