د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د غزني د توطیې عمق دې په هراړخیز ډول وارزول شي


جمهور رئیس غني د غزني پر ښار د طالبانو د برید وروسته نن د جمعې په ورځ دغه ولایت ته ولاړ
جمهور رئیس غني د غزني پر ښار د طالبانو د برید وروسته نن د جمعې په ورځ دغه ولایت ته ولاړ

د افغانستان جمهوري یاست وايي جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د جمعې په ورځ ( زمري ۲۶ مه) د غزني ولایت د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره د یو پلاوي په مشرۍ غزني ته سفر کړی دی.

د جمهوري ریاست د یوې اعلامیې له مخې جمهور رئیس غني به د خپل دغه سفر په ترڅ کې د غزني د ولایت د امنیتي او ملکي چارواکو او مسولینو سره د لیدو کتو سربیره د غزني ولایت د دیني عالمانو، قومي مشرانو، مخورو او د مدني ټولنې د استازو سره هم خبرې وکړي.

د ارګ اعلامیه کې ویل شوي، چې جمهور رئیس غني غزني ولايت ته د خپل سفر پر مهال نن سهار په ادارې غونډه کې ګډون وکړ او د غزني ښار د عمومي وضعیت راپور یې واورېد.

دې غونډې ته جمهور رئیس غني په خپله وینا کې د غزني په جګړه کې د وسله والو طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ په اړه هم وغږیده او د پاکستان د پوځ له مشر یې وغوښتل، چې په دې هکله ورته وضاحت ورکړي.

ښاغلي غني وویل " جنرال صاحب باجوه، مونږ سره دې لیک لاسلیک کړ، ماته دې باربار په ټیلیفون کې ویلي، چې کله، چې انتخابات خلاص شي، زه به توجه وکړم، ماته ځواب راکړه، اسفندیارولي او نورو ژورنالستانو، سلیم شاه ځواب راکړه، له کوم ځای راغلل، ولې ستا په روغتونونو کې تداوي کیږي".

جمهور رئیس په غزني کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ملي امنیت دې د غزنې د توطیې عمق وارزوي او د ضعف ټکي دې په ډاګه شي.

جمهور رئیس غني د امنیتي چارواکو وغوښتل، چې د غزني په ښار کې د امنیتي حوزو شمیر زیات کړي.

ښاغلي غني په غزني کې د وژل شویو امنيتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو روح ته د دعا تر څنګ وویل، سملاسي د غزني ښار د اداري ودانیو او نورو برخو د بیارغاونې لپاره ۲۰ میلیون ډالره ځانګړي کېږي.

په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزیر او ددغه وزارت د ستر امنیتي مرستیال سربیره د افغان پوځ لوی درستیز او د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان هم حاضر وو.

لوی درستیز جمهور رئیس غني ته وویل، چې په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت عادي شوی او د ښار په بیلابیلو برخو کې امنیتي کمربند هم جوړ شوی دی.

په دې غونډه کې د غزني والي وحیدالله کلیمزي د غزني ښار د عمومي وضعیت د راپور وړاندې کولو ترڅنګ وویل، د اوبو رسولو، برېښنا او مخابراتو سیستمونه فعال شوي دي، خو لا زیات کار ته اړتیا ده.

طالبانو د تیرې جعمې په ورځ د غزني په ښار د پراخه بریدونو وروسته دغه ښار ته ننوتل او د ښار یو شمیر سیمې یې په خپل کنټرول کې راوستې.

افغان ځواکونو، چې د امریکا په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره وو، وسله والو طالبانو سره د څلورو ورځو جګړو وروسته د دغه ښار کنټرول بیرته په خپل لاس کې واخیست.

XS
SM
MD
LG