د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ولسمشر بروکسل کنفرانس کې د ګډون لپاره بلجیم ته لاړ


ټاکل شوې چې ولسمشر غني به د بروسل کنفرانس برخه والو ته وینا هم وکړي.
ټاکل شوې چې ولسمشر غني به د بروسل کنفرانس برخه والو ته وینا هم وکړي.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني بلجیم ته له روانیدو مخکې نن په ارګ کې د بیات له بنسټ سره د برېښنا د تولید تړون د لاسلیک کولو په مراسمو کې ګډون وکړ.

افغان ولسمشر د بروکسل په کنفرانس کې د ګډون لپاره نن غرمه د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د بلجیم په لور روان شو.

ټاکل شوې چې د رارونې سه شنبې او چهارشنبې په ورځو د بلجیم په پلازمینې بروکسل کې، له افغانستان سره د مرستندویو هیوادونو په ګډون نړیواله غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې مرستندویه هیوادونه له افغانستان څخه د خپل مالي ملاتړ په اړه پریکړه کوي.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې ولسمشر غني به د بروکسل په غونډه کې، د افغانستان په نظام کې د اصلاحاتو، ښې حکومتوالۍ، د ښځو د حقونو، د خصوصي سکتور د پانګونې، اقتصادي پراختیا او نورو برخو کې د خپل حکوومت د لاسته راوړنو په اړه وینا وکړي.

په همدې توګه ټاکل شوې، چې ولسمشر غني د بروکسل کنفرانس په څنډه کې د ګډون‌کوونکو مرستندویو هیوادونو له مشرانو سره هم لیدنه وکړي.

په دې سفر کې د افغانستان لومړی میرمن رولا غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د کار او ټولنیزو چارو وزیره ډاکټر نسرین اوریاخېل، د ښځو چارو وزیره دلبر نظري، په زیربنایي چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، د عامه او ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار نادر نادري، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره سیما سمر، د سولې عالي شورا مرستیاله ډاکټر حبیبه سرابي، دسوداګرۍ خونو مرستیال عتیق الله نصرت او د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري د محمد اشرف غني ملګرتیا کوي.

د شبرغان له ګازو څخه د برېښنا د تولید تړون

افغان حکومت او د بیات بنسټ نن له غرمې مخکې د شبرغان له طبیعي ګازو څخه د برېښنا د تولید مقدماتي تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې دغه بنسټ له ګازو څخه ۱۹۲ میګاواټه برېښنا تولید کړي.

دا تړون د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر او د بیات بنسټ مشر له خوا د ولسمشر غني په حضور کې لاسلیک شو.

د اوبو او برېښنا وزیر علي‌احمد عثماني وویل، د بیات بنسټ په لومړی طرح کې وړاندیز کړی، چې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۲۵۲ میلون ډالرو په ارزښت به په درېو پړاونو کې د دغه ولایت له ګازو څخه د ۱۹۲ میګاواټو برېښنا د تولیدولو تاسیسات جوړ کړي.

د ښاغلي عثماني پر وینا په لومړي پړاو کې به ۵۰ میګاواټه برېښنا، په دویم پړاو کې ۱۰۰ میګاواټه برېښنا او په درېیم پړاو کې به د برېښنا د تولید کچه ۱۹۲ میګاواټو ته لوړه شي.

علي‌احمد عثماني وویل، د دغه تړون له مخې به د بیات بنسټ د دریو میاشتو په موده کې د برېښنا وزارت ته د شبرغان له ګازو څخه د برېښنا د تولید د څرنګوالي په اړه خپل ټول اسناد وړاندې کړي او له هغې وروسته به دغې کمپنۍ ته د کار د پیلېدو جواز ورکړل شي.

ښاغلي عثماني وویل "د دولت د اقتصاد عالي شورا تر اوسه یوازې ۵۰ میګاواټه یا لومړی فاز تائید کړی دی، په درېو میاشتو کې به د بیات بنسټ له ګازو څخه د برېښنا د تولید لپاره خپله ټیکنالوژي موږ ته معرفي کړي، چې باید د نړۍ تر ټولو نوې او پرمختللې ټیکنالوژي وي، د چاپیریال د ساتنې په ګډون په ټولو برخو کې باید موثره وي".

دغه راز علي‌احمد عثماني وویل چې په دې موده کې به د بیات بسنټ د برېښنا او ګاز د بیعو، د پروژې د تطبیق موده، د دغې کمپنۍ مالي سرچینې او تخنیکي شرایط د اوبو او بریښنا وزارت له خوا وارزول شي.

د بیات د بنسټ مشر احسان‌الله بیات وویل، دا پروژه په لومړي پړاو کې د ۵۰ میګاواټو برېښنا د تولید ظرفیت لري، چې له نهايي تړون وروسته به له څلورو څخه نیولې تر شپږو میاشتو موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ښاغلي بیات وویل، په دویم پړاو کې به د دغې پروژې د تولید ظرفیت ۱۵ میاشتو کې ۱۵۰ میګاواټو ته او له هغې وروسته ۱۹۲ میګاواټو ته لوړ شي.

د احسان‌الله بیات پر وینا د دغې پروژې د لومړي فاز له جوړېدو وروسته به هره میاشت افغان حکومت تر ۹۰۰ میلیون افغانۍ ترلاسه کړي او د پروژې د وروستي فاز په بشپړیدو سره به دا عایدات ۳.۲ میلیارد افغانیو ته لوړ شي.

شاوخوا لس ورځې مخکې هم د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت له غضنفر ګروپ سره د شبرغان له ګازو څخه د ۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید تړون لاسلیک کړ.

په اوس وخت کې افغانستان ۷۹ فیصده برېښنا له بهر څخه واردوي او ۲۱ فیصده برېښنا په افغانستان کې دننه له خپلو موجودو سرچینو څخه ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG