د لاس رسي وړ اتصالات

غني شانګهای سرمشریزه کې ګډون لپاره تاشکند ته لاړ


د شانګهای ټولنه په ۲۰۰۱ کال کې جوړه شوې ده
د شانګهای ټولنه په ۲۰۰۱ کال کې جوړه شوې ده

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د شانګهای د همکاریو ټولنې په شپاړسمه سرمشریزه کې د ګډون لپاره نن غرمه د یو لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ په یو دوه ورځني سفر د ازبیکستان پایتخت تاشکند لاړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني ددغه سفر په هکله د معلوماتو ورکولو په وخت وویل چې جمهور رئیس غني به د شانګهای د همکاریو ټولنې د مشرانو په شپاړسمه غونډه کې پر ګډون سربېره، ددغې غونډې په څنډو کې د ازبکستان، چین، تاجیکستان، قزاقستان او ترکمنستان له مشرانو سره دوه اړخیزې کتنې ولري.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، دا لا څرګنده نه ده چې جمهور رئیس غني به د پاکستان له جمهور رئیس سره هم وګوري او که یوازې د دوو هیوادونو د امنیتي او بهرنیو چارو چارواکي به سره لیده کاته وکړي.

ښاغلي مستغني وویل "د پاکستان له اړخه وړاندیز شوی، چې ددغې غونډې په څنډه کې د افغانستان او پاکستان مشران هم یو بل سره دواړخیزه غونډه ولري، د جلاالتماب جمهور رئیس په پروګرام کې لا تراوسه په دې هکله پریکړه نه ده شوې، خو په غالب ګمان چې دا کتنه به هم ترسره شي".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د شانګهای سرمشریزې ته د جمهور رېس غني د وینا او د دغې غونډې په څنډو کې د یو شمیر هیوادونو د مشرانو سره په خبرو کې پر اقتصادي، امنیتي او د تروریزم سره د مبارزې په برخو کې سیمه ایزه همکاريو په باب مسائل شامل دي.

د شانګهای ټولنه په ۲۰۰۱ کال کې جوړه شوې ده.

افغانستان تمه لري چې ژر به د دغې ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي.

جمهور رئیس سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت د عمومي ریاست رئیس محمد معصوم ستانکزی، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهور رئیس سلاکار محمد شاکر کارګر، په پاکستان کې د افغانستان سفیر او فوق العاده استازی حضرت عمر زاخیلوال، د جمهوري ریاست د چارو د ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي او د جمهور رئیس ویاند محمد هارون چخانسوري ملګرتیا کوي.

XS
SM
MD
LG