د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د سولې له غوره شوې لارې بیرته نه ګرځم


د جمهوررئیس غني د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ملي شورا نوی کال په خپله وینا پرانیست.
د جمهوررئیس غني د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ملي شورا نوی کال په خپله وینا پرانیست.

د جمهوررئیس محمد اشرف غني نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ملي شورا نوی تقنیني کال په خپله وینا پرانیست.

د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینا پر مهال د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال محمد سروردانش، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او مرستیالان یې، د افغانستان د سترې محکمې رئیس او لوی څارنوال د حکومت د کابینې غړو سربیره دګلبدین حکمتیار په ګډون د پخوانیو مجاهدینو یو شمیر مشران او چارواکي هم حاضر وو.

جمهور رئیس په خپله وینا کې په روان کال کې د ولسي جرګي او ولسوالیو د شوراګانو او بل کال ته د جمهوري ریاست د ټاکنو په ترسره کولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ملي یووالي حکومت ځان د دغو دواړو ټاکنو ترسره کولو ته ژمن ګڼي.

ښاغلي غني وویل " د ملي یووالي حکومت ځان دې ته ژمن ګڼي، چې د ټاکنو لپاره لازمې منابع برابرې، امنیت یې ټینګ کړي او د ټاکنو په بهیر کې د هر اړخ دلاسوهنې په ځانګړي ډول د امنیتي ځواکونو، ملکي ادارو او د سیاسي کړیو مخه ونیسي".

جمهور رئیس غني د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په خپلواکۍ هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې شک د مخنیوي لپاره یې د دغه کمیسیون د چارواکو سره ده ، اجرائیه رئیس او هم د جمهور رئیس دوهم مرستیال په ځانله سر له کتنو ډډه کړې ده.

هغه وویل، چې د ټاکنو کمیسیون باید په پوره خپلواکۍ سره خپل کار پرمخ یوسي.

جمهور رئیس غني د افغان حکومت وسله والو مخالفانو سره د سولې په اړه د کابل په کنفرانس کې د خپل وړاندې شوي وړاندیز یادونه وکړه او یو ځل بیا یې پر طالبانو باندې غږ وکړ، چې افغان حکومت سره دې خبرو ته حاضر شي.

ښاغلي غني وویل " دا په لوړ اواز وایم، چې د سولې پرمخ د انتخاب کړې لارې څخه نه ګرځیږو او په طالبانو باندې غږ کوو، چې د اسلام او افغانستان خیر په دې کې دی، چې خبرو ته سره کښینو، ترڅو په دې ډول مشکلات او اختلافات پرته د تباهۍ وینې تویولو هوار شی".

جمهور رئیس غني وویل، چې داسې محدود کسان هم شته چې په افغانستان کې په جګړه کې خپله ګټه ویني.

ښاغلي غني وویل " په همدې وجه که زمونږ د سولې اواز ته یو نیم ځای د شک په نظر کتل کیږي دا غیرې طبیعي خبره نه ده".

جمهوررئیس غني په خپله وینا کې د افغانستان د څلورکلن امنیتي پلان د تطبیق، د افغانستان د ملي عوایدو د لوړیدلو اود افغانستان ګاړنډیانو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا د هیوادونو سره د اړیکو د پراخیدو په مسله هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې نورې هغه ورځې لاړې، چې ځینو به د افغانستان پرمخ لارې تړلې.

د جمهوررئیس غني د وینا وړاندې د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي په خپله وینا کې د طالبانو سره د سولې په برخه کې د افغان حکومت د وړاندیز څخه کلک ملاتړ څرګند کړ.

که څه هم د افغانستان د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې د وکیلانو کار دوه کاله وړاندې پای ته رسیدلې، خو په پارلماني ټاکنو کې د ځنډ له امله د ولسي جرګې غړي د اتم تقنیني کال لپاره نن د غې جرګې ته ور ستانه شوي دي.

د افغانستان د اساسي قانون د درې اتیایمې مادې پر اساس د ولسي جرګې د کار دوره د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نیټه پای ته رسیږي اونوې شورا په کار پیل کوي او د ولسي جرګې د دورې تر ختمیدو دمخه د دیرشو څخه تر شپیتو ورځو پورې موده کې د ولسي جرګې د غړو انتخابات کیږي.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چنګاښ ۱۶ مه ورځ د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د ورځې په توګه اعلان کړې، خو دغه کمیسیون د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله د دغو ټاکنو د لا ځنډ احتمال هم نه دی رد کړی.

XS
SM
MD
LG