د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: هغه ډله مو ونیوله چې ماشومان یې د کوټې ځانمرګو مرکزو ته لېږدول


غزني کې چارواکي ادعا کوي چي پولیسو هغه ډله نیولې چې ۲۵ افغان ماشومان یې د ځانمرګو بریدونو د روزنې لپاره پاکستان ته انتقالول.

د غزني د امنیه قوماندانۍ سرپرست سمونوال محمد مصطفی مایار، امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د سړي تښتوونکو دغې څلورکسیزې ډلې دا ماشومان د دیني زده کړو په بهانه پاکستان ته انتقالول چې "ځانمرګي بریدګر" شي.

د چارواکو په خبره دغه کسان د یکشنبې په ورځ د اب بند او د قره باغ ولسوالیو ترمنځ سیمه کې د سړي تښتوونکو له منګلو وژغورل شول او څلور اختطافچیان یې ونیول.

د غزني د امنیې سرپرست قومندان وویل" اکثرآ دغه ماشومان یتیمان وو او هغوی ته کیمیاوي توکې ورکړل شوي چې روانې حالت یې هم ښه نه دی".

سمونوال مایار وویل چې دا ماشومان د ده یک، اب بند، قره باغ او د انډر ولسوالۍ اوسیدونکي دي. د سړي تښتونکو د دغې ډلې غړو دا ماشومان په دوه ټونس ډوله موټرو کې ځای پرځای کړي وو.

نوموړي وویل دوی غوښتل چې دا ماشومان د بلوچستان ایالات د مرکز کوټې ښارسره نږدې د باې پاس سیمه کې د ځانمرګو د روزنې یو مرکز ته ولیږدوي.

معلومه نه ده چې دغه ماشومان څو کلن دي. ښاغلی مایار وایي چې د بشپړو پلټنو وروسته به ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل شي. دا لومړی ځل نه دی چې پولیس د داسې یوې پېښې ادعا کوي، تر دې مخکې هم دا ډول ادعاوې شوي دي.

طالبان چې په افغانستان کې تقریبآ د هر ځانمرګي برید مسولیت مني، تراوسه د غزني د پولیسو د دغې ادعا په اړه یې څه نه دي ویلي.

افغانستان پاکستان تورنوي چې په خپلې خاورې کې د طالبانو مشران ساتي، جګړه ماران یې روزي او بیا یې افغانستان ته د جنګ لپاره استوي. پاکستان دا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG