د لاس رسي وړ اتصالات

غني د فساد پر ضد د لندن په نړیواله غونډه کې ګډون کوي


ټاکل شوې ده چې دا غونډه د روانې عیسوي میاشتې په درییمه اونۍ کې جوړه شي.
ټاکل شوې ده چې دا غونډه د روانې عیسوي میاشتې په درییمه اونۍ کې جوړه شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ ته وویل، په لندن کې غونډه د ادارې فساد پرضد مبارزه او بډې اخیستلو د فرهنګ په هکله ده.

د هغه په وینا، پدې غونډه کې به ولسمشر غني په افغانستان کې د ادارې فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د ملي یوالي د حکومت د کړنو په هکله خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د دغې غونډې په څنډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بریتانیا له لومړي وزیر ډیویډ کامرون سره هم د دواړو هیوادو ترمینځ د اړیکو او د سیمې د وضیعت په هکله خبرې وکړي.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم اروپا خپل څلور ورځنۍ دیپلوماتیک سفر پیل کړی دی چې د لندن په غونډه کې به هم گډون وکړي. اټکل کیږي چې ښاغلی کېري به ددې غونډې په څنډه کې د جمهور رئیس غني سره هم لیدنه کتنه وکړي.

اټکل کیږي چې د لندن په راتلونکې غونډه کې به بریتانیا له نړیوالې ټولنې وغواړي چې د فساد ضد مبارزې ته په لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.

تر دې وړاندې په کابل کې د بریتانیا سفیر دومینیک جرمي له آشنا تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي و، چې فساد سرطان دی او دولت له مینځه وړې او هم د افغانستان له لپاره یوه لویه ستونزه ده.

ښاغلي جرمي دا هم ویلي، چې فساد د نړیوالې ټولنې لپاره هم ستونزه ده او د هغوی کارونه تر پوښتنې لاندې را وړي.

ولسمشر غني د تېرې دوشنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل، فساد هیواد ته ملي شرم دی او باید له مینځه ولاړ شي.

افغانستان په پام کې لري چې د ادارې فساد پر ضد د مبارزې لپاره دعدالت د ټینګښت او د قانون د حاکمیت عالي شورا جوړه کړي.

ښاغلي غني له اروپایي ټولنې سره ژمنه کړې چې دغه شورا به د ملي امنیت شورا په څېر په خپل کار کې زیات واک ولري.

تاجکستان ته د جمهور رئیس غني سفر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا غږ ته ویلي چې جمهور رئیس غني د سه شنبې په ورځ تاجکستان ته یو ورځنی سفر کوي.

احمد شکیب مستغني وویل چې ددغه سفر په ترڅ کې به ښاغلی غني د تاجکي مقاماتو سره پر اقتصادي او امنیتي اړیکو او همداشان د پنځو هیوادونو ترمنځ د اورگاډي د پټلی د غزولو په اړه خبرې وکړي.

له بلې خوا ویل شوي چې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به هم د چارشنبې په ورځ تاجکستان ته رسمي سفر وکړي او د KSA1000 یا د کاساز پروژه به لاس کړي.

XS
SM
MD
LG