د لاس رسي وړ اتصالات

د غوریانو د زمانې تاریخي اسناد ملي ارشیف ته وسپارل شول


د غوریانو د زمانې یو شمېر تاریخي اسناد پرون شنبه جولای ۱۸ (چنګاښ ۲۸) د افغانستان ملي ارشیف ته تسلیم شول.

دغه اسناد د دغې دورې د تمدن او فرهنګ یوه څنډه ښکاره کوي چې د څو کلونو راهیسې د غور ولایت یو اوسېدونکي خواجه میرزا محمد سره ساتل کېدل.

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه اعلامیه خپره کړې چې پکې د ارشیف مشر محمد افسر رهبین له قوله راغلي دي چې دا اسناد فقهي مسایل، د زمیندارۍ چارې، د مالیو راټولول، رسمي او خصوصي لیکونه او د غوریانو دورې اړوند نور موضوعات رانغاړي.

ولسمشر غني دغه اسناد په رسمي ډول د افغانستان ملي ارشیف ته وسپارل او زیاته یې کړه چې باید دا اسناد الکترونیکي شي، تر څو استادان او محصلین ورڅخه استفاده وکړي.

اعلامیه زیاتوي چې ولسمشر غني د یادو اسنادو پر ژباړلو او برېښنايي کېدو هم ټینګار کړی چې په علمي څېړنو کې وکارول شي ځکه "د عباسي او غزنوي دورو اسناد په ڼړۍ کې لږ دي."

افغان چارواکي وايي د افغانستان ملي ارشیف ته د یادو تاریخي اسنادو سپارل اوسنيو او راتلونکو نسلونو ته د څېړنو، تعبیر او تفسیر لویه منبع ده.

XS
SM
MD
LG