د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ښځینه زده کوونکو د شمیر زیاتوالی


د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په دغه وزارت کې ۲۱۷ زره ښوونکي ثبت او راجستر دي او لا هم تر ۸۰ زره نورو مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په دغه وزارت کې ۲۱۷ زره ښوونکي ثبت او راجستر دي او لا هم تر ۸۰ زره نورو مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري.

د پوهنې وزارت ویاند کبیر حقمل امریکا غږ آشنا رادیو تلویزیون ته وویل چې په ټول افغانستان کې ۱۱.۵ میلیونه زده کوونکي په ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي چې ۴.۵ میلیونه یې نجونې دي.

د ښاغلي حقمل پر وینا په ۲۰۱۳ کال کې د نجونو زده کوونکو شمیره ۳۹ سلنه وه چې په ۲۰۱۴ کال کې دغه شمیره ۴۲ سلنې ته لوړه شوې ده.

هغه وویل "ونډه ډیره ښه ده د نجونو، موږ خوشبختانه په ټول سیسټم کې تر ۴۲ فیصده نجونې لرو، چې تقریباً څلور نیم میلیونه زده کوونکې زموږ نجونې دي."

د پوهنې وزارت چارواکي د نجونو زده کوونکو په شمیر کې د زیاتوالي اصلي لامل په خلکو او کورنیو کې د نظر بدلون په ګوته کوي او وايي چې اوسمهال د نجونو د زده کړو په اړه د خلکو په نظر کې بدلون راغلی دی او اکثره کورنۍ د نجونو د زده کړو پلوي کوي.

د ښاغلي حقمل پر وینا که افغان دولت په ګډه د نجونو د زده کړې لپاره یو خوندي چاپیریال رامنځ ته کړي ښايي د هلکانو په پرتله د نجونو زده کوونکو په شمیر کې زیاتوالی راشي.

افغان نجونې ښوونځي ته د تگ پر وخت
افغان نجونې ښوونځي ته د تگ پر وخت

کبیر حقمل وویل "کورنۍ زړه نه ښه کوي چې په یوه سیمه کې جنګ وي، په یوه سیمه کې اختطاف وي او په یوه سیمه کې غلا، وي هلته دوی زړه نه ښه کوي چې خپلې لوریانې زده کړو ته ولیږي، په ځینو ځاینو کې بیا ورسره دا فرهنګي مشکلات هم رامنځ ته شي چې لا هم متاسفانه ځینې کسان وايي چې ښوونځیو ته د نجونو تګ له غیرت سره په ټکر کې ده حتا ځینې خو دا وايي چې له اسلام سره په ټکر کې ده، یعنې دا فکرونه لا هم ځینو سره موجود دي، که څه هم د دې فکر ځای ډيرو مثبتو فکرونو نیولی دی."

هغه وایي " که چیرې موږ امکانات برابر کړلی شو، چې لارې خوندي وي، ښوونځي خوندي وي او امنیت وي، هیڅ څوک به په دې افغانستان کې داسې پاتې نشي چې خپله لور ښوونځي ته و نه لیږي، بلکې په هغه وخت کې به موږ ددې شاهدان واوسو چې د نجونو فیصدي به په ښوونځیو کې اوچته وي او د نارینه و به ټیټه وي."

که څه هم د نورو ستونزو تر څنګ په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو کموالی هم د دې لامل شوی چې کورنۍ د نجونو زده کړو ته زړه نه ښه کوي خو د پوهنې وزارت ویاند وايي چې د افغانستان د ښوونکو ۳۲ سلنه میرمنې جوړوي چې اکثره يې نجونو ته په ځانګړو ښوونځیو کې د ښوونې او روزنې دنده پر غاړه لري.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په دغه وزارت کې ۲۱۷ زره ښوونکي ثبت او راجستر دي او لا هم تر ۸۰ زره نورو مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري.

دغه راز، د پوهنې وزارت وايي چې په تیرو دیارلسو کلنو کې یې د افغانستان په کچه د ښوونځیو شمیر ۱۷ زرو ته رسولی دی او شاوخوا تر اته زره نورو ښوونځیو جوړولو ته اړتیا لیدل کیږي چې په دغه هیواد کې افغان زده کوونکو ته د معیاري ښوونې او روزنې زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG