د لاس رسي وړ اتصالات

که تعلیم وکړو نو روا او ناروابه هم وپېژنو


په خوست کې ښوونه اوروزنه
په خوست کې ښوونه اوروزنه

د خوست د موسی خېلو په ولسوالۍ کې قومي جرګې پرېکړه کړې چې که میندې او پلرونه خپلې لوڼې ښوونځيو ته ونه لېږي نو پنځه زره افغانۍ به ناغه ورکوي.

د پوهنې او روزنې چارواکي او د ښځو د حقونو فعالان دا کار د معارف د پياوړتيا او د ښځو د چټک پرمختګ لپاره خورا مهم ګام بولي.

د خوست قومي جرگه وايي هره کورنۍ به له کوم عذر څخه پرته خپلې لوڼې د هلکانو په څېر ښوونځي ته لېږي.

په خوست کې د نجونوزده کړه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00

یوقومي سپین ږیری طاهر منگل وايي که موږ تعلیم ونکړو نو د خدای پېژندگلوي او یا دبل چا پېژند گلوي نشوکړی. روا او ناروا به نه پېژنو خو که تعلیم وکړو نو روا اوناروا مو وپېژانده نو په هغه صورت کې موږ ښه مسلمانان اوسم انسانان کېدی شو.

د خوست د ولایتی شورا غړې زهرا جلال وايی دا ډول قومی پر یکړې د نجونو د زده کړو په مخکېکولتوری خنډونه لېرې کوي. هغه وايي یوه زنانه غره کې یاپټیو کې دکار لپاره له کورنه بهر وزي او څارویو ته خدمت کوي، خو دتعلیم لپاره وتل ځانته عار گڼي.

XS
SM
MD
LG