د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۰ میلیونو واوښت


په نړۍ کې د کروناویروس د مثبتو پیښو شمیر د یکشنبې په ورځ جون ۲۸ (چنګاښ ۸) له ۱۰ میلیون څخه واوښت.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخې د یکشنبې تر سهاره په نړۍ کې ۱۰۰۰۴۶۴۳ کسان په کروناویروس اخته شوي او دغه ویروس په تیرو اوو میاشتو کې نیم میلیون کسان مړه کړي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا د کروناویروس د مړینو دغه شمیره د سختې کلنۍ انفلوینزا د ثبت شویو مړینو په پرتله دوه چنده ده.

په نړۍ کې د کووید۱۹ پیښې پداسې حال کې له ۱۰ میلیون څخه اوړي چې ډیر سخت ځپل شوي هیوادونه د قرنطین د محدودیتونو په لرې کولو بوخت دي. دا په اسې حال کې دي چې ډاکټران وايي کیدای شي د ددغې وبا ضد واکسین تر جوړېدو پورې قرنطین او دا حالت دوام وکړي.

د رویټرز اژانس د رپوټ له مخې په ځینو هیوادونو کې یو ځل بیا دغه ویروس مخ په زیاتیدو دی او مقامات دې ته اړ شوي چې په ځینو سیمو کې بیا محدودیتونه ولګوي چې کیدای شي د ۲۰۲۱ کال پورې دوام وکړي.

د کروناویروس لومړی ځل د تیر کال په دسمبر کې د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او ډیر ژر په وبا بدل او په ټوله نړۍ کې خپور شو، خو ددې ویروس پیښې په چین کې د جنورۍ په لسمه تائید شوې.

منتقدین چین پدې ملامتوي چې د کروناویروس په وړاندې یې جدي مبارزه نده کړي او نړې یې ډیر وروسته ددغې وبا په رامنځته کیدو خبره کړې ده.

د کروناویروس تر ټولو زیات د امریکا متحده ایالات ځپلي دي چې د مثبتو پیښو شمیر یې څه دپاسه دوه نیم میلیون تنو ته رسیدلی او پدې وجه د مړینو شمیر په کې ۱۲۵۵۳۹ کسه دی.

د امریکا وروسته برازیل په دوهم ځای کې دی چې یو میلون او درې سوه دیارلس زره ۶۶۷ کسان په کې په کروناویروس اخته شوي او تر اوسه ۵۷۰۷۰ کسان په کې مړه شوي دي.

له برازیل وروسته روسیه، هند، بریتانیا، بیرو، چیلي، اسپانیا، ایټالیا او ایران دي چې دغه ویروس په کې په پراخه خپور او زیات کسان یې مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG