د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې د کروناویروس مړینې له ۷۰۰ زرو واوښتې  


 په نړۍ کې په کروناویروس په هرو ۱۵ ثانیو کې یو تن مري
په نړۍ کې په کروناویروس په هرو ۱۵ ثانیو کې یو تن مري

د کروناویروس له کبله په نړۍ کې د مړه شویو کسانو شمیر د چهارشنبې د ورځې اګست ۵ (زمري ۱۵) تر سهاره د ۷۰۰ زرو واوښت.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخې د چهارشنبې د ورځې تر سهاره په نړۍ کې ۷۰۱۰۲۷ تنه د کروناویروس له کبله مړه شوي دي او په ټوله نړۍ کې اوسمهال ۱۸ میلیونه او څه دپاسه ۵۶۰ زره کسان په کروناویروس اخته شوي دي.

د رویټرز اژانس د رپوټ له مخې د کروناویروس د مړینو شمیر د امریکا په متحده ایالاتو، برازیل، هند او مکسیکو کې تر ټولو زیات دی.

د رپوټ له مخې د تیرو دوو اونیو د معلوماتو محاسبه ښیي چې په نړۍ کې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ-۱۹ له وجې په منځنۍ توګه ۵۹۰۰ کسان مري. دا پدې معنی دي چې په هر ساعت کې ۲۴۷ کسان او یا په هرو ۱۵ ثانیو کې یو تن مري.

په امریکا کې تر اوسه ۱۵۶۸۳۰ کسان د کروناویروس په وجه مړه شوي او د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې ۴۷۷۱۸۴۶ کسان پدې هیواد کې په کروناویروس اخته شوي دي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د منتقدینو د نیوکو په ځواب کې چې وایي د کروناویروس پر وړاندې یې سمه مبارزه نده کړې، ویلي دا حقیقت دی چې خلک مري، خو د کروناویروس خپریدل تر ممکنه حده کنترول لاندی دی او «دا یوه خطرناکه وبا ده.»

د برازیل جمهور رئیس چې هیواد یې په نړۍ کې د کروناویروس د خپریدو له درکه دوهم دی ددغه وبا شدت کم ګڼي او ددې باوجود چې هغه پخپله او د کابینې څو غړي یې پدې ناروغۍ اخته شوي وو، بیا هم د محدودیتونو د لګولو سره مخالف دی.

د رپوټ له مخې کله چې کروناویروس لاتینې امریکا ته ورسید د خپریدو قوت یې یو څه کرار شوی و. د ملګرو ملتونو د بشري پروګرام په وینا په ټوله لاتینه امریکا کې چې شاوخوا ۶۴۰ میلیون وګړي په کې اوسیږي څه دپاسه ۱۰۰ میلیون کسان په فقر او غربت کې ژوند کوي او دغه کسان تر ټولو زیات د ویروس له ګواښ سره مخامخ دي.

همداشان استرالیا، جاپان، هانګ کانګ، بلویا، سودان، ایتوپیا، بلغاریا، بلجیم، ازبیکستان او اسرائیل هغه هیوادونه دي چې پدې وروستیو کې په کې دغه ناروغي زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG