د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: کروناویروس به په نړۍ کې لوږه دوه چنده کړي


د ملګرو ملتونو نړیوال غذایي سازمان د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۱ (غوایي ۲) وویل چې د کروناویروس د خپریدو په وجه به د هغو کسانو شمیر په روان کال کې دوه چنده شي چې خوراکي موادو ته سخته اړتیا لري.

دغه سازمان ویلي چې د سیلانیانو له درکه د عاید له منځه تلل، د پولي حوالو رالویدل، د سفرونو کمیدل او د کروناویروس په وجه نور رامنځ ته شوي محدودیتونه کیدای شي ۱۳۰ میلیونه نور کسان هم سږکال د سختې لوږې سره مخامخ کړي.

د نړیوال غذایي سازمان په وینا په نړۍ کې همدا اوس ۱۳۵ کسان په همدې کتګورۍ کې شامل دي.

ددې سازمان لوړپوړی اقتصاد پوه او د څیړنو مشر عارف حسین وایي، کووید۱۹ په میلیونو هغو کسانو ته یو ستر مصیبت دی چې له لوږې سره مخامخ دي.

ښاغلي حسین په ژنیو کې خبریالانو ته وویل: "مونږ ټول اړ یو چې ددې مسلې په وړاندې اقدام وکړو، ځکه که مونږ دا کار ونکړو بیه به یې ډیره لوړه وي- نړیوال زیانونه به ډیر وي او ډیر به مړه شي او ډیر نور به معشیت له لاسه ورکړي."

د ملګرو ملتونو په وینا د غذایي توکیو او میعشت سخت بحران اوس په دریمه کتګورۍ کې دی، پدې معنی چې غذایي توکیو ته لاسرسی مشکل دی او خوارځواکي (سوتغذي) له معمول نه لوړه شوی ده. ددغه حالت پنځمه کتګوري بیا د جمعي قحطۍ په معنی ده.

د ملګرو ملتونو چارواکو ونه ویل چې کومې جغرافیایي سیمې د سختې لوږې له ګواښ سره مخامخ دي. خو وایي چې ښایي افریقا تر ټولو زیاته وځپل شي.

نړیوال غذایي پروګرام وایي په روان کال کې د خپل فعالیت د دوام لپاره له ۱۰ نه تر ۱۲ میلیارد ډالرو پورې اړتیا لري. تیر کال هم دغه اړتیا د ریکارډ کچې ته لوړه شوې وه چې ۸.۳ میلیارد ډالره وه.

ښاغلی حسین وایي دوی پلان لري چې سختو اړتیاو ته په کتنې په راتلونکو میاشتو کې غذایي توکي ذخیره کړي. د هغه په وینا هغوی چې همدا اوس له لوږې سره مخامخ دي زیات شمیر یې د سوریې په څیر په جنګ ځپلو هیوادونو او هغو سیمو کې دي چې د اقلیم بدلون پرې ناوړه اغیز کړی دی.

XS
SM
MD
LG