د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې پوځي لګښتونه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي


په ٢٠١٨ کې د نړۍ ٣٦ فیصده پوځي لگښت امریکا کړی دی
په ٢٠١٨ کې د نړۍ ٣٦ فیصده پوځي لگښت امریکا کړی دی

یو نړیوال څیړنیز مرکز وایي په ٢٠١٨ کې په نړیواله کچه پوځي لگښتونه د سړې جگړې راوروسته تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي دي.

په ستاکهلم کې میشت د سولې د څیړنې نړیوال انستیتوت په خپل کلني رپوټ کې چې د دوشنبې په ورځ (اپریل ٢٩) خپور شو ویلي چې په ٢٠١٨ کې د پوځي لگښتونو کچه ١،٨٢ تریلیون ډالرو ته رسیدلې ده چې د ٢٠١٧ کال په پرتله پکې ٢،٦ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د پوځي لگښتونو شمیرې د ١٩٨٨ کال راهیسې چې سړه جگړه په ختمیدو شوه په پرله پسې توگه خپرې شوې دي او دا لومړی ځل دی چې دغه لگښتونه تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي دي.

ددغو لگښتونو زیاته اندازه د امریکا په متحده ایالاتو او چین کې وه چې د نړۍ دوه مخکښ اقتصاد لرونکي هیوادونه دي.

تیر کال امریکا ٦۴٩ میلیارد ډالر په پوځي چارو لگولي دي چې دا د ټول نړیوال پوځي لگښتونو ٣٦ فیصده کیږي او پدې توگه امریکا بیا هم د نړۍ تر ټولو ستر پوځي لگښت کوونکی هیواد دی چې په ٢٠١٨ کې یې پوځي لگښت د نړۍ د اتو سترو او ځواکمنو هیوادونو د مجموعي لگښت په اندازه و.

له امریکا وروسته چین په دوهمه درجه کې دی چې تیر کال کې ٢٥٠ میلیارد ډالر په پوځي چارو لگولي دي. دا ٢۴ پرله پسې کال کې چې چین خپل پوځي لگښت زیاتوي.

له امریکا وروسته چین په ٢٠١٨ کې ٢٥٠ میلیارد ډالر په پوځي چارو لگولي دي
له امریکا وروسته چین په ٢٠١٨ کې ٢٥٠ میلیارد ډالر په پوځي چارو لگولي دي

د ستاکهلم د سولې د څیړنې نړیوال انستیتوت یو څیړونکی نان تیان وایي "په ٢٠١٨ کې امریکا او چین د نورې ټولې نړۍ د پوځي لگښتونو نیمایي برخه (٥٠ فیصده) مصرف کړې ده".

نور هیوادونه چې ډیر پوځي لگښتونه یې کړي خو په تیر کال کې یې مصارف راټیټ شوي په ترتیب سره سعودي عربستان، هند، فرانسه، روسیه، بریتانیا، جرمني، جاپان، او جنوبي کوریا دي.

سره له دې چې په نړیواله کچه پوځي لگښتونه زیات شوي بیا هم د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ تل د ناټو تړون په غړو هیوادونو په ځانگړې توگه په جرمني باندې انتقاد کړې چې د خپل ناخالص عاید دوه فیصد یې په پوځي لگښتونو ندي لگولي.

خپرې شوې شمیرې ښیي چې د اروپا د ستر اقتصاد لرونکي هیواد جرمني پوځي او دفاعي لگښتونه په ٢٠١٨ کال کې ددې هیواد د ناخالص ملي عاید ١،٢ فیصدو ته رسیدلي دي.

د اروپا دوه نور ستر ااقتصاد لرونکي هیوادونه بریتانیا او فرانسه په ترتیب سره په ۲۰۱۸ میلادي کې ١،٨ او ٢،٣ فیصده خپل ملي ناخالص عاید په پوځي او دفاعي مصارفو لگولي دي.

XS
SM
MD
LG