د لاس رسي وړ اتصالات

د شکنجې نړیوال شاخص: په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه نوې اندېښنې

د شکنجې د نړیوال شاخص په تازه رپوټ کې ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې شکنجه او ناوړه چلند لا هم په پراخه کچه دوام لري، او ښځې، ماشومان او قومي او مذهبي لږکي تر ټولو زیات له خطر سره مخ دي.

رپوټ دا هم وایي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د شکنجې پر وړاندې قانوني خوندیتوبونه کمزوري شوي دي.

د شکنجې نړیوال شاخص په خپل تازه رپوټ کې، نږدې پنځه کاله وروسته له هغې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت یو اندېښمنوونکی انځور وړاندې کوي.

د رپوټ له مخې، طالبانو چې د افغانستان د واکمنې ادارې په توګه فعالیت کوي، له یو شمېر نړیوالو ژمنو څخه په یو اړخیز ډول لاس اخیستی دی، چې د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کنوانسیون او د هغه اختیاري پروتوکول هم پکې شامل دي. افغانستان دغه دواړه تړونونه پخوا تصویب کړي وو.

رپوټ وایي چې په افغانستان کې د کورنیو قوانینو له مخې شکنجه نور جرم نه ګڼل کېږي. راپور دا ادعا هم کوي چې د طالبانو په حقوقي مقرراتو کې د بدني سزا ځینې ډولونو ته اجازه ور کړ شوې او د ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي ډک چلند پر وړاندې قانوني خوندیتوبونه کمزوري شوي دي.

د شکنجې نړیوال شاخص وایي، د نیولو، د پولیسو د پلټنو او د توقیف په مرکزونو کې د شکنجې او ناوړه چلند راپورونه په پرله‌پسې ډول مخ په زیاتیدو دي.

په رپوټ کې له بهرنۍ نړۍ څخه د پرې شویو اړیکو، جبري ورکېدو، رواني شکنجې، د کورنۍ د غړو د ګواښلو، سپکاوي او جبري مذهبي بدلون ادعاوې هم یادې شوې دي.

رپوټ زیاتوي چې په افغانستان کې د شکنجې د ادعاوو د څېړلو، د عاملانو د حساب ورکولو او د قربانیانو د ساتنې او بیارغونې لپاره اغېزمن او خپلواک میکانیزمونه نه شته.

د رپوټ له مخې، ښځې، ماشومان او د افغانستان د قومي او مذهبي لږکیو غړي د نورو په پرتله د شکنجې او ناوړه چلند له لوړ خطر سره مخ دي.

رپوټ وایي چې د طالبانو فرمانونو د ښځو حقونه او ازادۍ په پراخه کچه محدودې کړې دي، چې په پایله کې یې زده‌کړو، کار، په ټولنیز ژوند کې ګډون او د تګ راتګ ازادي محدوده شوې ده. د راپور لیکوالان استدلال کوي چې دغو پالیسیو ښځې د ناوړه چلند او زور زیاتي پر وړاندې لا ډېرې زیانمنې کړې دي.

طالبانو په وار وار د بشري حقونو د پراخو سرغړونو تورونه رد کړي دي. د طالبانو چارواکي وایي چې دوی د اسلامي شریعت له مخې حکومت کوي، په ټول هېواد کې امنیت ساتي او د همدې چوکاټ په دننه کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کوي.

خو ملګرو ملتونو او د نړیوالو بشري حقونو یو شمېر سازمانونو د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د ښځو پر حقونو د محدودیتونو، خپل‌سرو نیونو او د شکنجې د ادعاوو په اړه خپلې اندېښنې په وار وار څرګندې کړې دي.

د شکنجې د نړیوال شاخص لیکوالان له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څارنې ته دوام ورکړي او د شکنجې او نورو ډولونو د ناوړه چلند د مخنیوي لپاره، په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او زیانمنو قومي او مذهبي لږکیو د ساتنې په برخه کې، د لا قوي اقداماتو غوښتنه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG