د لاس رسي وړ اتصالات

د "۱۹۱۷" فلم او دایرکټر د گولډن گلوب جایزه وگټله


سم مندس، د غوره ډایرکټر او فلم جوړونکي جایزې وگټلې
سم مندس، د غوره ډایرکټر او فلم جوړونکي جایزې وگټلې

د گولډن گلوب د جایزو په ٧٧ جشن کې د "۱۹۱۷" په نامه فلم چې سم مندس، ډایرکټ او جوړ کړی د غوره فلم او د ښه ډایرکټ کولو جایزې خپلې کړې.

د ٢٠٢٠ کال د گولډن گلوب د جایزو ننداره چې د "هالیووډ د بهرنیو مطبوعاتو د اتحادیې" له خوا جوړیږي د یکشنبې په ماښام د جنورۍ په پنځمه د کالیفورنیا په ایالت کې وړاندې شوه.

ښاغلي مندس د کوینتین تارانتینو سره "په هالیووډ کې یوه ورځ" فلم، مارتین اسکورسیزي د "ایرلندي سړي" فلم، تاد فیلیپس د "جوکر" فلم او بونگ جونگ هو د "انگل" فلم د ډایرکټ پر سره سیالي درلودله.

د ۱۹۱۷ فلم د ١٩١٧ کال په پسرلي کې د لومړۍ نړیوالې جگړې یوه کیسه ده.

واکین فینیکس د "جوکر" فلم د لوبغاړي په توگه د نارینو په برخه کې د ښه لوبغاړي (اکټر) جایزه وگټله. هغه په دغه برخه کې د ادم ډرایور، کریستین بیل، جوناتان پییرس او انتونیو باندراس سره سیالي کوله.

د غوره ښځینه لوبغاړې (اکټرې) په برخه کې رنه زلوگِر د "جودي" فلم کې په رول لوبلو سره د جایزې گټونکې شوه. هغې د اسکارلت جوهانسون، د هالیووډ د تازه دمې هنرمندې سایرس رونان، چارلیز ترون او سینتیا ایوري سره سیالي کوله.

"په هالیووډ کې یوه ورځ" فلم کې برد پیت په دوهم رول کې د نارینو په برخه کې د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه. هغه د آل‌پاچینو، انتوني هاپکینز، جوپسي او تام هنکس سیالي کوله.

لارن درن په دوهم درجه رول کې د ښځو په برخه کې غوره هنرمنده شوه او د گولډن گلوب جایزه یې ترلاسه کړه. پدې برخه کې هغې د مارگو روبي، جنیفر لوپز، آنت بنینگ او کیتي بتس سره سیالي کوله.

XS
SM
MD
LG