د لاس رسي وړ اتصالات

گوگل په یوټیوب کې د ایران د دولتي تلویزیون ۳۹ کانالونه وتړل


گوگل د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران د دولتي رادیو تلویزیون اړوند ٣٩ کانالونه یې د یوټیوب په شبکه کې تړلي دي.

د رویترز خبري اژانس د رپوټ له مخې د گوگل شرکت همداشان په "بلاگر" شپږ ویبلاگ او په گوگل پلس کې ١٣ حسابونه تړلي دي.

گوگل ویلي دي چې تړل شویو حسابونو په امریکا کې سیاسي مطالب خپرول، خو خپل هویت یې د ایران د دولتي رادیو تلویزیون ( صدا و سیما ستزمان) سره پټ کړی و.

د فیسبوک او ټویټر دوو سترو ټولنیزو شبکو هم پدې وروستیو کې اعلان وکړ چې د ایران اړوند په سلگونو پاڼې او حسابونه یې تړلي دي.

د ټولنیزو شبکو دې دوو سترو شرکتونو دغه اقدام د هغو بنسټیزو اصلاحاتو دوام دی چې د سایبري امنیت په اړه یې کوي.

فیسبوک د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې ۶۵۲ پاڼې یې پدې دلیل تړلي دي چې خلک یې په منځني ختیځ، لاتینه امریکا، بریتانیا او د امریکا په متحده ایالاتو کې هدف گرځول.

د امریکا د بهرنیو چارو ویزر مایک پمپیو د پنجشنبې په ورځ پدې هکله د ټویټر په یو پیغام کې ولیکل چې ددغو شبکو اړیکه د ایران د دولتي رسنیو سره د تائید وړ ده.

د فیسبوک ددې اقدام سره جوخت ټویټر هم اعلان کړی چې شاوخوا ۳۰۰ حسابونه یې تړلي دي چې ددې شبکې په وینا ناوړه اقدامات یې کول.

د فیسبوک شرکت رئیس مارک زاکربرگ د تیرې سه شنبې په ورځ وویل چې فیسبوک ته مهمه ده چې د قانون د پلي کوونکو، دولتونو او هیوادونو سره د اړیکو د نیولو په ترڅ کې د مشکوکو محتویاتو سره د مقابلې لپاره خپل وسایل هم پراخ کاندي.

ایران د روسیې او چین تر څنگ د امریکا د متحده ایالاتو د سایبري چارو د گواښوونکو له ډلې نه شمیرل کیږي.

XS
SM
MD
LG