د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان څخه د امریکا د تخلیې پر بهیر د جمهوري غوښتونکو انتقاد


د امریکا د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو مشر کیون مک کارتي په افغانستان کې د جوبایډن د حکومت پر چلند په نیوکې سره ویلي دي چې د تخیلې بهیر "ممکن زما په ژوند کې په نظامي برخه کې د امریکا د حکومت تر ټولو ستره ناکامي وي."

ښاغلي مک کارتي ژمنه کړه چې جمهوري غوښتونکي به سپینه ماڼۍ تر فشار لاندې ونیسي څو روښانه شي کوم غلط کار وشو او ټینګار یې وکړ چې "موږ هیڅکله بیا نشو کولی دغه تیروتنه تکرار کړو."

ښاغلي مک کارتي دغه څرګندونې په یوه خبري کنفرانس کې چې د استازو د مجلس یو شمیر نور جمهوري غوښتونکي غړي او د امریکا پخواني پوځیان هم ولاړ وو، وکړې.

له دې مخکې، د امریکا د استازو د مجلس په انګړ کې یو شمیر جمهوري غوښتونکي راغونډ شول او تیره پنجشنبې یې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د ۱۳ امریکایي پوځیانو د وژل کیدو په اړه یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.

د تیرې پنجشنبې په ځانمرګي برید کې چې مسولیت یې د داعش خراسان ډلې پر غاړه واخیست، څه باندې ۱۷۰ ملکي افغانان هم ووژل شول.

د امریکا د استازو د مجلس غړو همدارنګه د هغه وړاندیز په اړه د رای ګیري‌ غوښتنه وکړه چې د استازو د مجلس د جمهوري غوښتونکي استازي مایک ګالاګر له خوا مخ ته شوی دی. ښاغلي ګالاګر د نورو مسایلو ترڅنګ، د داسې یوه راپور د جوړیدو غوښتنه کړې چې ولې امریکایي اتباع او د مهاجرت د خاصو ویزو متقاضیان تر اوسه هم په افغانستان کې پاتې دي.

ښاغلي مک کارتي د هغو امریکایانو په اړه چې تر اوسه په افغانستان کې پاتې دي وویل:"د امریکایانو د ایستلو لپاره پلان څه دی؟ په خپل ژوند کې مې هیڅ وخت فکر نه کاوه چې یوه اداره په اګاهانه ډول پریکړه وکړي او امریکایان پریږدي. یوازې دوه اوونۍ وړاندې جمهور رئیس ملت سره ژمنه وکړه تر هغه چې ټول امریکایان بهر نکړي "افغانستان به پرینږدي."

ښاغلي مک کارتي‌ همدارنګه وویل، امریکا باید له هر فرصت او امکان څخه کار واخلي څو پاتې امریکایي‌ اتباع له افغانستان څخه بیرون کړي.

په مجلس کې د اقلیتو جمهوري غوښتونکو مشر همدارنګه د مجلس له مشرې ننسي پلوسي وغوښتل څو لاس په کار شي او له افغانستان څخه د امریکا د پاتې اتباعو د ایستلو لپاره هڅه وکړي.

د سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مسولینو په وینا، له ۲۵۰ څخه کم امریکایي اتباع اوس هم په افغانستان کې پاتې دي.

پر دې سربیره د راپورونو له مخې د اس ای وي په لس ګونه زره متقاضیان هم چې د طالبانو په راتګ سره ژوند یې په خطر کې دی په هغه هیواد کې پاتي دي.

امریکا او متحدینو یې پر طالبانو فشار راوړی څو د هغوی افغان همکارانو او اسیب پذیره وګړو ته له افغانستان څخه د وتلو اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG