د لاس رسي وړ اتصالات

هند په قطر کې له طالبانو سره خبرې کړي


د هند سفیر ډیپک میتال او شیر محمد ستانکزي
د هند سفیر ډیپک میتال او شیر محمد ستانکزي

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي په قطر کې د هند سفیر د طالبانو له یو لوړپوړي چارواکي سره کتلي دي. دا په افغانستان باندې د طالبانو له ولکې وروسته د هند او ددې ډلې ترمنځ لومړنی رسمي تماس دی.

د هند سفیر ډیپک میتال د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي ۹) په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر شیر محمد ستانکزي سره کتلي دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا لیدنه کتنه د طالبانو د غوښتنې په اساس شوې ده.

د رویترز اژانس وایي چې هند د اوږدې مودې راهیسې د طالبانو په اړه اندیښنه لري ځکه هغوی د هند د عمده سیال پاکستان سره نژدې اړیکې لري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي دواړو خواو په دغه کتنه کې د هغو هندي اتباعو په امنیت خبرې کړي چې په افغانستان کې پاته دي.

د هند سفیر میتال همداشان ښاغلي عباس ته د هند اندیښنه په ډاګه کړه چې کیدای شي د هند ضد ملیشه ډلې د افغانستان له خاورې څخه پر دې هیواد باندې د بریدونو لپاره استفاده وکړي.

د یو بل خبر له مخې د بریتانیا د صدراعظم بوریس جانسن ویاند د سه شنبې په ورځ ویلي، دا لا وختي ده چې د طالبانو سره د تعامل په اړه تصمیم ونیول شي.

هغه ویلي چې دا کار تر ډیره د طالبانو د ژمنو په عملي کولو او بشري حقونو ته د هغوی په درناوي پورې اړه لري.

XS
SM
MD
LG