د لاس رسي وړ اتصالات

لویې څارنوالۍ د کانونو وزارت د ۱۸ چارواکو د دوسیو څېړل پيل کړي


ځینو تورنو کسانو پر ځان د فساد لګول شوي تورونه رد کړي
ځینو تورنو کسانو پر ځان د فساد لګول شوي تورونه رد کړي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د کانونو او پترولیم وزارت د ۱۸ اوسنیو او پخوانیو چارواکو د اداري فساد دوسیو د څېړل یې پیل کړي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي امریکا غږ ته وویل چې د پخوانۍ سرپرستې نرګس نهان په ګډون، مالي او اداري معین، څلور سلاکاران، د دفتر پخوانی رئیس او د دغه وزارت ۱۱ نور ارشد کار کوونکي لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دی.

هغه وویل چې یاد کسان د هرات ولایت د غوریانو مالګې کان غیر قانوني کیندنې او فساد نورو تورنو له امله معرفي شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "لویه څارنوالي ډاډ ورکوي چې قضیه به شفافه، هر اړخیزه، او مسلکي څېړل کیږي، څېړنې شریکو او قانوني پرېکړه کوو."

د کانونو او پترولیم وزارت یوې معتبرې سرچینې امریکا غږ ته وویل چې دا چارواکي د اداري فساد، له صلاحیتونو څخه د ناوړې استفادې او د افغانستان د اقتصادي عالي شورا د اغفالولو په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

سرچنیې زیاته کړه چې په دغو چارواکو کې د کانونو وزارت یو مرستیال او څو تنه سلاکاران هم شامل دي.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي امریکا غږ سره خبرو کې لویې څارنوالۍ ته د دغه وزارت د پخوانیو او برحاله جګپوړو چارواکو معرفي کول تائيد کړل خو په اړه یې جزئيات ورنکړل.

خو اغلې نهان پر خپل فېسبوک پاڼه په یوه لیکنه کې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او زیاته کړې ده چې په دغې پروژه کې هیڅ ډول فساد نه دی شوی.

دغو اقداماتو د یو شمیر منتقدینو غبرګونونه راپاروالي او ویلي یې دي چې د جینوا کنفرانس په درشل کې ځکه افغان حکومت پخواني او برحاله لوړپوړي چارواکي څارنوالۍ ته معرفي کړي ترڅو په دغه هېواد کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې باور ترلاسه کړي.

خو افغان چارواکو دغه ادعاوې رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG