د لاس رسي وړ اتصالات

په مسجد الحرام کې ټولنیز واټن لغو شو 


د کروناویروس د مخنیوي لپاره د محدودیتونو په له منځه تللو سره نن د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) په مسجد الحرام کې لمونځ کوونکو یو د بل تر څنګ اوږه په اوږه د فزیکي واټن د مراعت کولو پرته عبادت وکړ.

د جومات کارکوونکو هغه علامې او نښانې پاکې کړې چې ددي جومات دننه او بهر او د کعبې په شاوخوا کې د فزیکي واټن د مراعت کولو لپاره لګول شوې وې.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس رپوټ ورکړ چې ددې تصمیم پر اساس دغه ځای په بشپړه ظرفیت سره د زیارت کوونکو او لیدونکو لپاره پرانستی دی.

خو بیا هم چارواکو ویلي چې دې ځای ته راتلونکي کسان باید په بشپړه توګه واکسین شوي وي او د جومات دننه باید ماسک وتړي.

مسجد الحرام پداسې حال کې د خلکو پرمخ پرانستل شوی چې کعبه لا هم محصوره پاته ده او په بشپړه ظرفیت سره ورته لاسرسی نشته.

سعودي عربستان د اګست په میاشت کې اعلان وکړ چې د بهرنیو هیوادونو اوسیدونکي چې واکسین شوي وي کولای شي د عمرې د ادا کولو لپاره دې هیواد ته سفر وکړي.

د کروناویروس په وجه د لګیدلو بندیزونو په دلیل د جولای په میاشت کې یواځې د عربستان ۶۰ زرو اوسیدونکو د حج د مراسمو د ادا کولو اجازه درلودله.

دغه هیواد همداشان اعلان کړی دی چې سر له نن څخه واکسین شوي کسان کولای شي په ستدیومونو کې د ورزشي سیالیو لیدلو ته هم ولاړ شي.

سعودي عربستان په ازاده فضا کې د ماسک تړلو بندیز رفع کړی دی.

د کروناویروس د پیل راهیسې په سعودي عربستان کې تر اوسه ۵۴۷ زره کسان په کرونا وبا اخته شوي او پدې وجه ۸۷۶۰ تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG