د لاس رسي وړ اتصالات

یونان: کاشکي د اروپايي اتحاد برخه نه وای


د یونان د مالیې وزیر یانیس وروفاکیس په پایتخت اتنس کې د یوه اقتصادي کنفرانس پرمهال
د یونان د مالیې وزیر یانیس وروفاکیس په پایتخت اتنس کې د یوه اقتصادي کنفرانس پرمهال

د یونان د مالیې وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل چې کاشکي یې هېواد د اروپايي اتحاد سره یو ځای شوی نه وای او خبرداری یې ورکړ چې د مالي ژرغورنې پر هیڅ داسې موافقې باندې به لاس لیک ونکړي چې په لړ کې یې یونان د هغه په وینا د مرګ په دام کې ولوېږي.

په داسې حال کې چې د یونان د مالي موافقې د لاس لیکېدو خبره لا لیري ده، دا خطر شته چې په راتلونکو څو ورځو کې د یونان پیسې خلاصې شي.

د یونان د حکومتي راډیو تلویزون په سلګونو پخواني کارمندان خپل د پخواني کار ځای ته وروسته له هغه نه په بیړي ورغلل چې حکومت اعلان وکړ چې دغه راډیو تلویزون به چې ۶۰ کاله مخکي تاسیس شوی و، بیرته فعاله کړي.

د یونان پخواني حکومت دغه راډیو تلویزون په ۲۰۱۳ کال کې وتړی او ۲۶۰۰ کسان یې د خپلو وظیفو څخه پسي واخیستل ترڅو یونان ته د پور ورکونکو غوښتنې پرځای شي چې ویل د یونان حکومت باید په خپلو لګښتونو کې کموالی راولي.

ددغه راډیو تلویزون بیرته فعاله کېدل د سریزا ګوند په مشري د حکومت هغه پلانونه په ډاګه کوي چې د انتخاباتو پر مهال یې ویلي و چې د حکومت پر لګښتونو باندې لګیدلي بندیزونه به لیري کړي.

پناګیوتیس حساپیس چې د دې تلویزون پخوانی کار مند دی او د تخنیک په برخه کې کار کوي، زړه او نازړه معلومېږي. هغه داسې وايي "د ۲۳ ماشتو وروسته مونږ د راډیو تلویزون تعمیر ته بیا ننوځو د کوم ځای څخه چې پولیسو مونږ په زوره وایستلو. زه داسې فکر کوم چې وړونکی یم خو دغه بریا یو ډول تریخ خوند لري".

د یونان اقتصاد په رکوت کې دی

د یونان مالي بحران لا ډیر وختي دی چې ختم شي. ددغه هېواد اقتصاد بیا خراب شوی دی. په لندن کې میشت د آزادې اروپا په نامه د پالیسۍ په برخه کې د یوه څیړنیز مرکز کارپوه، راول روپرل د دې مسلې ملامتي د اروپايي اتحاد او یونان ترمنځ پر مزاکراتو اچوي چې ډیر وخت یې ونیوی.

هغه وايي "په داسې حال کې چې دغه مسایل همدغسي ادامه پیدا کوي د یونان پر اقتصاد باندې اعتماد مخ پر کمېدو دی."

یونان نړیوال وجهي صندوق ته ۸۵۸ میلیونه ډالر پور بیرته تادیه کړی دی خو دغه پیسې یې هم په نړیوال وجهي صندوق کې د خپلې زخیرې څخه راخیستي دي.

د یونان د مالیې وزیر یانس وروفاکیس خبرداری ورکړی دی چې د هېواد پیسې یې کیدای شي په راتلونکو دوو اونیو کې خلاصې شي او دغه هېواد به ونشي کړای چې خپل پورونه او لګښتونو ادا کړي. هغه چې د پنچشنبې په ورځ یې خبرې کولې، دا یې توضیح کړه چې هېواد یې ولي نشي کولای چې د اروپايي اتحاد د ژورو اصلاحاتو غوښتنې ومني.

هغه وویل "که چیري زه پر کومې مواقې باندې لاس لیک وکړم نو د نورو مالیې وزیرانو په شان به وي چې د مینځنۍ مودې مالي موافقې یې لاس لیک کړې په داسې حال کې چې ښه هم پوهېدل چې دا خبره امکان نلري. چې سم حساب سړی وکړي، دا خبره امکان نلري".

یونان باید د مې د میاشتې په پای کې ۲،۲ ملیارده ډالره پیدا کړي چې د خپلو کارمندانو معاشونه او تقاعدیانې برابرې کړي. دغه راز د جولای او اګست په میاشتو کې یونان باید د ۷،۷ ملیاردو ډالرو په بیه اسهام د اروپايي اتحاد مرکزي بانک ته ورکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه راوول روپیرل وايي چې که چیري یونان دا ونکړي نو عواقب به یې ښه نه وي.

هغه وايي "که چیري یونان نړیوال وجهي صندوق ته د خپل پور په ادا کولو کې یو واري بیا پاته راشي، کیدای شي چې وجهي صندوق ورسره یو څه نرمښت وښيي دغه راز که چیري خپلو اتباعو ته د معاش په ورکولوکې پاته راشي نو سیاسي جنجالونه به پیل شي خو اقتصادي سقوط به رامنځ ته نشي خو که چیري د جولای او اګست په میاشتو کې د اروپايي اتحاد مرکزي بانک ته د پور په تادیې کې پاته راشي نو پر مارکیټ باندې به د دې مسلې تاثیر ډیر زیات منفي وي".

د لندن د کوینس مري پوهنتون یو پروفیسور، لیونیس کوکاریس وايي چې یونانیان د یوې بدې مرحلې پر لوري روان دي "خلګ د بانکونو څخه خپلې پیسې باسي. ډیرې هڅې روانې دي چې په بانکونو کې بیرته پیسې ولوېږي خو د نامعین وضعیت له کبله دغو هلو ځلو داسې ښه نتیجه نه ده ورکړې ځکه مونږ په دې نه پوهېږو چې راتلونکې دوشنبې به څه وشي او دغه راز په راتلونکو اونیوو کې به څه وشي".

که چیري یونان او اروپايي اتحاد موافقه لاس لیک نکړي نو د یونان د پور بحران به نور هم پسي غټ شي او په راتلونکو څو ورځو کې به دغه هیواد مفصله شي.

XS
SM
MD
LG