د لاس رسي وړ اتصالات

یونان د مقدونیا سره په پوله د مهاجرو کمپونه تړي


شاو خوا ٣٠٠٠ مهاجر چې اکثریت یې سوریان او عراقیان دي د مقدونیا سره په پوله په خپلسر جوړ شويو کمپونو کې اوسیږي
شاو خوا ٣٠٠٠ مهاجر چې اکثریت یې سوریان او عراقیان دي د مقدونیا سره په پوله په خپلسر جوړ شويو کمپونو کې اوسیږي

د یونان پولیس د سرگردانو او بې سرنوشته مهاجرو لپاره د زیاتو پناه ځایونو په جوړولو سره اوس ددې هیواد په شمال کې د مقدونیا سره په پوله د مهاجرو کمپونه تړي.

د بلوا ضد پولیسو د دوشنبې په ورځ شاوخوا ۴٠٠ سوري او عراقي پناه غوښتونکي چې د یونان او مقدونیا په پوله د تیلو په یو ټانک کې راټول شوي وو په بسونو کې د شمالي ښارگوټي تسالونیکي موقتي کمپونو ته ولیږدول.

مقاماتو ویلي دي چې دغه نوی پناه ځای چې دمخه د غلې گدام و، اوس د پوځ له خوا رغول شوی او د پناه غوښتونکو د سرپناه په توگه ترې استفاده کیږي.

د پولیسو له لورې د سرحدي کمپونو څخه د مهاجرو د ایستلو د عملیاتو په ترڅ کې خبریالانو ته اجازه ورنکړل شوه، چې په دې اړه راپورونه جوړ کړي.

د یونان حکومت تیره میاشت د مقدونیا سره په پوله په ایډومیني کې د مهاجرو له خوا په خپلسر جوړ شوی کمپ د تړلو لپاره پراخ عملیات پیل کړل، خو اوس هم شاوخوا ٣٠٠٠ مهاجر او پناه غوښتونکي په دریو سرحدي کمپونو کې پاته دي.

د ترکیې له لارې اروپایي هیوادونو ته د پناه غوښتونکو او مهاجرو د سیلاب د مخنیوي په خاطر د اروپایي اتحادیې او ترکیې ترمنځ له موافقې وروسته اوس شاوخوا ٥٠ زره مهاجر په یونان کې سرگردانه پاتې دي.

په یونان کې اکثر دغه سرگردانه او بې سرنوښته مهاجر د ترکیې له لارې په سختو سمندري لارو په دې هیله یونان ته رسیدلي چې له هغه ځایه د شمالي اروپا هیوادونو ته مخه کړي.

XS
SM
MD
LG