د لاس رسي وړ اتصالات

په یونان کې کلیوال رضاکاران د مهاجرینو سره کمک کوي


د یونان په لیسوس ټاپو کې رضاکاران په ساحل کې د کډوالو کشتۍ څاري.
د یونان په لیسوس ټاپو کې رضاکاران په ساحل کې د کډوالو کشتۍ څاري.

داسې معلومیږي چې د بریتانیې او ترکیې ترمنځ د مهاجرو په سر تړون، چې د مارچ په میاشتې کې شوی و، د ماتیدو په حال کې دی. خو په یونان کې داسې خلګ هم شته چې د ترکیې نه ورغلو مهاجر سره خواخوږي لري او مرسته ته یې اماده دي.

تیر کال په لسګونو زره مهاجر د سکالا په نوم یو وراغلل. کلی د ترکیې نه یوازې څو کیلومتره لیري پروت دی. د ساحل سره نږدې د ژغورنې ځنی هغه جاکټونه پراته دي چې په تیرو څو کلنو کې د ترکیې نه وتلو مهاجرینو اغوستل چې د سمندر په لار یونان ته ورسیږي.

خو اوس، د مهاجرو په سر د ترکیې او د اروپايي اتحاد موافقه دغه سیمې ته د مهاجرو ورتګ کم کړې دی.

د هغه وخت نه چې د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان دا خبره وکړه چې موافقه به لغوه کوي، کلیوال مرسته کوونکي ځانونه تیاروي ترڅو مهاجر وژغوري او مرسته ورسره وکړي چې ژوند یې په خطر کې وي. ریچارډ هرډ د همدې کلي یو رضاکار دی او وایي داسی احساس کوي چې که اردوغان وغواړي نو د انساني قاچاق مخه نیولی شي، او یا که وغواړي نو سرحدات خلاصولی شي او په زرګونو کسان را استولی شي.

د آتن په شمال کې یوه کردي سوري مهاجره خپل ماشوم ته درمل ورکوي
د آتن په شمال کې یوه کردي سوري مهاجره خپل ماشوم ته درمل ورکوي

د سوریې د جګرې نه وړاندې، خلګو د نوو مهاجرو سره مرسته کوله.

په یوشمیر کب نیونکو کې چې د مهاجرو سره یې مرسته کوله یو یې د نوبل د جایزې ګټونکی ستراتوس والیاموس و چې د ډیر شمیر خلګو ژوند یې ژغورلی و. والیاموس وایي چې د اروپا او ترکیې ترمنځ موافقه دا ښيي چې ستونزه په سیاستمدارانو کې ده نه په مهاجرو کې. هغه پدې باور دی چې اروپا او ترکیه په خلګو لوبې کولې چې دی هم په دغو خلګو کې شامل دی او فکر کوئ چې ترکیه او اروپا يي د سترنج د پياده غوندې بولي.

د مهاجرو بحران د یونان د لیسوس په نوم کلي د توریزم صنعت ته هم تاوان رسولی دی. اوس ویره شته چې د مهاجرو ورتګ به بیا شروع شي، خو په عین وخت کې داسې نښې نښانې بیا نه شته چې د اروپا د نورو سیمو په شان دې دلته د مهاجرو خلاف احتجاجونه وشي.

په لیسوس کلي کې د یو رستورانت مالک ویجلیس ستیلونیو وايي چې دا دوبی یې په کاروبار کې سم نیمايي تاوان وکړ. ستیلونیو وویل د مهاجرو حالت ډیر خراب و نو باید چې مرسته ورسره شوی وی او هغه وخت يي د کلي او تجارت په اړه یي بیخې فکر نه کاوه.

هغه کمپ چې د نوو راغلو مهاجرو لپاره د کلي سره نږدې جوړ شوی دی خالي دی او یوازې د رضاکارانو ډلې پکې اوسیږي. رضاکاران د نورو ځایو نه هم راغلي دي. خو د کلي خلګ بیا د رضاکارانو اصلي برخه جوړوي. په دوئ کې یوه رضاکاره انډریا مونتنیګرو نومیږي او وایي پخوا نه رضاکاران وو او نه هم د ژغورنې ټیمونه بلکې یوازې کب نیونکي او ځاي خلګ وو چې په سواحلو کې به یې د نوو راغلو مهاجرو سره مرسته کوله.

سیاستمدارانو به په خپلو دریځونو کې بدلون راوړی وي، خو د ترکیې او اروپايي اتحاد ترمنځ چې هر څه هم کیږي، دا شان کلیوال غواړي چې د مهاجرو سره مرستو ته ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG