د لاس رسي وړ اتصالات

"شین کتاب" د ٢٠١٨ کال د اسکار جایزه وگټله


د گرین بوک یا شین کتاب فلم جوړونکي او لوبغاړي
د گرین بوک یا شین کتاب فلم جوړونکي او لوبغاړي

د هالیووډ سینما د اسکار د ٩١ جایزې مراسم د یکشنبې په شپه (فبرورۍ ٢۴) په هالیووډ کې ترسره شول.

د ٢٠١٨ کال د تر ټولو ښه فلم جایزه "شین کتاب" وگټله او تر ټولو زیات اسکار جایزې د "جټ" په نامه فلم خپلې کړې.

د گرین بوک یا شین کتاب فلم کارکوونکي
د گرین بوک یا شین کتاب فلم کارکوونکي

ماهرشالا علي د شین کتاب په فلم کې د مکمل رول لوبولو په خاطر اسکار جایزه ترلاسه کړه، هغه دوه کاله مخکې هم د سپوږمۍ په نامه فلم کې د رول لوبولو په خاطر اسکار جایزه گټلې وه.

ماهرشالا علي د شین کتاب په فلم کې مرکزي رول لوبولی
ماهرشالا علي د شین کتاب په فلم کې مرکزي رول لوبولی

​د "جټ" فلم ډایرکټر مکسیکويي الفونسو کوارون د تر ټولو غوره ډایرکټر جایزه وگټله او همداشان هغه ددې فلم د غوره فلم اخیستلو اسکار جایزه هم خپله کړه. د روما یا "جټ" فلم د بهرنۍ ژبې فلمونو په کتگورۍ کې هم تر ټولو ښه فلم شو.د اسکار پدې دوره کې ښځینه هنرمندانو د ریکارد په کچه ١٥ اسکار جایزې ترلاسه کړې.

اولیویا کولمن د تر ټولو غوره ښځینه لوبغاړې اسکار جایزه خپله کړه. دا لومړی ځل و چې میرمن کولمن د اسکار جایزې ته نومول شوې وه.

اولیویا کولمن تر ټولو غوره ښځینه لوبغاړې شوه
اولیویا کولمن تر ټولو غوره ښځینه لوبغاړې شوه

​رامي ملک د "بوهمي راپسودي" په نامه فلم کې د راک موسیقۍ مړ شوي ستوري بریتانوي کویین د رول په لوبولو سره د تر ټولو غوره نارینه هنرمند اسکار ترلاسه کړ. رامي ملک د ځوانو هنرمندانو څخه دی چې دغه جایزه ترلاسه کوي.

رامي ملک د اسکار جایزې گټونکی
رامي ملک د اسکار جایزې گټونکی

د "بلک پانټر" یا تور پړانگ فلم د تر ټولو ښه کالیو ډیزاین او همداشان د تر ټولو غوره موسیقۍ جایزې خپلې کړې. دغه فلم د تولید د غوره طرحې اسکار هم واخیست. حنا بلیچر لومړنۍ تورپوستې ده چې دغه جایزه یې خپله کړه.

د "شالو" په نامه سندره د ٢٠١٨ کال غوره سندره شوه او لیډي گاگا او برېډلي کوپر چې دغه سندره یې جوړه کړې د اسکار جایزې وگټلې. دوی دغه سندره د سټیج پر سر هم اجر کړله.

بردلي کوپر او لیډي گاگا
بردلي کوپر او لیډي گاگا

د غوره مستند فلم اسکار جایزه د "پري سولو" په نامه فلم خپله کړه. دغه فلم د مزي او وسایلو پرته پر ٣٠٠٠ پوټه لوړ دیوال باندې د ختلو په هکله دی چې رول یې الکس هونولد لوبولی دی.

XS
SM
MD
LG