د نړۍ یو له ترټولو زیات عاید لرونکي ویډیويي لوبې «ګرانډ تیفټ آټو (GTA)» د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۹) خپله نوې نسخه «GTA-6» بازار ته وړاندې کړه.
د GTA-6 په جوړولو له یو میلیارد ډالرو څخه زیات لګښت راغلی دی او د تاریخ ترټولو قیمتي ویډیويي لوبه ګڼل کیږي.
له نیوزیلنډ څخه تر امریکا پورې ددې لوبې د خپرېدو له کبله د ویډیويي لوبو مینه والو د خوښۍ غونډې جوړې کړي دي او ډیرو شرکتونو خپلو کارکوونکو ته رخصتي وکړې ده.
د امریکا په کلیفورنیا کې د «لاګيټیک» شرکت خپلو کارکوونکو ته اجازه ورکړې چې په کار کې دغه ویډیويي لوبه وکړي.
د جي ټي اې جوړوونکي شرکت «ټېک ټو انټراکټیف» ددې لوبو له پلور څخه میلیاردونه ډالر عاید ترلاسه کړی دی. یوازې د GTA-5 شاوخوا ۲۳۰ میلیونه کاپۍ پلورل شوي او د تاریخ تر ټولو زیاته پلورل شوې ویډیويي لوبه ګڼل کیږي.
د GTA نوې نسخه په خیالي ایالت «لیونایډا» کې جریان لري چې د امریکا د فلوریډا د میامي ښار له چاپېریال څخه الهام اخلي.
د لوبې کیسه د جېسن دووال او لوسیا کامینوس په نوم د دوو مجرمینو پر ژوند راڅرخي.
د GTA لړۍ لومړۍ لوبې په ۱۹۹۷ کال کې خپرې شوې، خو په ۲۰۰۱ کال کې GTA-3 د درې بعدي نړۍ، پرمختللو ګرافیکونو او ازادې لوبې له کبله د ویډیو لوبو معیارونه بدل کړل. له هغه وروسته د لړۍ هره نوې نسخه د ټکنالوژۍ او د لوبې د امکاناتو په برخه کې یو نوی ګام بلل شوې ده.
د ډیرو بریاوو سره سره، GTA له لانجو څخه خالي نده پاتې. منتقدان په دې ویډیويي لوبه کې د تاوتریخوالي، جرمونو او د ښځو د ناوړه تصویرونو پر موجودیت نیوکه کوي، خو جوړوونکي شرکت یې دا تورونه رد کړي دي.
اټکل کیږي چې GTA-6 د روانې لسیزې تر ټولو ستر او قیمتي تفریحي محصول شي.
فورم \ دبحث خونه