د لاس رسي وړ اتصالات

ګلاب منګل د ننګرهار د ولایت له څوکۍ استعفی وکړه


تراوسه ښاغلي منګل د ننګرهار د ولایت له څوکۍ د ګوښه کیدو د دلایلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
تراوسه ښاغلي منګل د ننګرهار د ولایت له څوکۍ د ګوښه کیدو د دلایلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دافغانستان دسیمیزو ارګانونو خپلوا کې ادارې امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ننګرهار والي ګلاب منګل دغې ادارې ته خپله استعفی لیږلې، خو د هغه د استعفی د منلو او یا منلو پرېکړه لا تر اوسه نده شوې.

دافغانستان سیمیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې میرمن منیره یوسفزاده وايي، چې ښاغلي منګل د شخصي دلایلو پر اساس استعفی کړې ده.

میرمن یوسفزاده وویل "د ښاغلي ګلاب منګل د استعفی دلایل کاملا شخصي دي او کومو امنیتي پېښو پورې تړاوو نه لري".

افغانستان د د سیمیزو ارګانونو خپلوا کې ادارې دغې چارواکې وویل، چې د ښاغلي منګل استعفی تراوسه نده منل شوې او دا چې د ننګرهار د والي د استعفی په تړاوو به ولسمشر څه پرېکړه کوي سبا ته به معلومه شي.

ګلاب منګل د ۱۳۹۵ لمریز کال د لړم په لومړۍ نېټه د ننګرهار د والي په توګه په دنده ګمارل شوې وو.

ښاغلی منګل د والي په توګه د کار دمخه د ملي ییوالي د حکومت په کابینه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر په توګه کار کوه.

تر هغه وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې هم ښاغلي منګل د هلمند، لغمان او پکتیکا ولایتونو والي په توګه کار کړی وو.

تراوسه ښاغلي منګل د خپلې استعفی د دلایلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG