د لاس رسي وړ اتصالات

د ماشومانو تعلیم؛ "کمکیان دې په زړه کې کرکې ته ځای نه ورکوي"


په امریکا کی د ماشومانو ذهني روزنې ته او د ماشوم د شخصیت په جوړولو کی له کمکیوالي څخه خاصه پاملرنه کیږي.

په دغه هېواد کې د کمکیو انجونو او هلکانو د ښوونې او روزنې لپاره په تعلیمي نصاب کې خاص پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

د امریکا په فلادلفیا ایالت کې میشته افغانه، ګل مکۍ صالح له کلونو راپدې خوا د ښوونځي ښوونکې ده.

میرمن صالح له کمکیوالي نه په کورنۍ د ماشوم تعلیم، د ښوونځي له زده کړو سره مساوي او مهم بولي.

دغه ښوونکې وایې چې د ماشوم د شخصیب د جوړولو په هڅو کې باید د کرکۍ پر له منځه وړلو کار وشي او ماشومانو ته ور زده شي چې کرکې ته په زړه کی ځای ورنه کړي.

میرمن صالح کوښښ کوي چې په ښوونځي کې د ماشومانو د ځورونې مخه ونیسي. هغه د فیسبوک په څېر د ټولنیزو شبکو له لارې خپل نظریات له کورنیو او ماشومانو سره شریکوي.

میرمن صالح زیاتره د ښوونځیو له هغو ماشومانو سره کار کوي چې عمر یې له ۱۹ کلونو څخه لوړ نه وي.

هغه وایی دا ټول زیار د مینې په قوت کاږي او غواړي دا غوره احساس دانسانانو ترمنځ لا خپور کړي.

د ماشومانو تعلیم؛ "کمکیان دې په زړه کې کرکې ته ځای نه ورکوي"
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

XS
SM
MD
LG