د لاس رسي وړ اتصالات

هنرمند گلزارعالم وایي چې خپل مالي وضعیت او په پښتونخوا کې د موسیقۍ لپاره نامساعده حالاتو دېته مجبوره کړو چې کابل ته کډه وکړي.


د پښتو ژبې مشهور سندرغاړی گلزار عالم خپل پلرنی ښار پېښور پریښودی او کابل ته یې کډه کړیده. هغه د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې غواړي پښتو موسیقي ته دوام ورکړي ځکه افغانستان ته په کډه راغلی.

گلزار عالم وایي "مینه وال راته وایي چې خپل کور ته پخیر راغلی. ځان خوشقسمته گڼم چې افغانستان ته راغلی یم."

د امریکا غږ خبریالې نزرانې یوسفزۍ د هنرمند گلزارعالم سره مرکه کړیده چې تاسو یې دلته اوریدی شئ.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار یوسفزۍ د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ آشنا راډیو سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.
    https://twitter.com/NazranaYusufzai

XS
SM
MD
LG