د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتېرش طالبانو ته: د افغانانو ټولو حقونو ته درناوی وکړئ


 انتونیو ګوتېرش، د ملګرو ملتونو سرمنشي
انتونیو ګوتېرش، د ملګرو ملتونو سرمنشي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش پر طالبانو غږ کړی چې د میرمنو او نجونو د حقونو په ګډون دې د ټولو افغانانو بشري حقونو او ازادۍ ته درناوی وکړي.

ښاغلي ګوتېرش نن سه شنبې ۲۷ سپتمبر (تلې پنځمه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په لیږل شوي راپور کې ویلي، په افغانستان کې سوله او ثبات هغه وخت ټینګیدای شي چې د ټولو افغانانو اساسي حقونه، ازادي خوندي وي او داسې حکومتداري وي چې ټول خلک پکې برخه ولري، ترڅو د هغوی اراده او احساسات پکې تمثیل شي، او ترڅنګ یې ډاډمن امنیت موجود وي او د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه وکړي.

د انتونیو ګوتېرش په راپور کې راغلي، د یو سوله ییز او باثباته افغانستان په لور پرمختګ هغه وخت امکان لري، چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره یو ځای کار وکړي، او دا کار هغه وخت شونی دی، چې د افغانستان د حاکمیت، ارادې او مالکیت مطابق ډیالوګ ترسره شي، او ورسره باور او تفاهم رامنځ‌ ته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنېټ هم د افغانستان د وضعیت په اړه جدي اندېښنه ښودلې وه او ويلي يې و چې طالبانو د بشري حقونو د درناوي په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او په دغه هېواد کې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره په لیدنه کې ویلي، د یو باثباته او سوله ییز افغانستان په اړه ګډ کار کوي.

اعلامیه زیاتوي چې په دغه لیدنه کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات ترڅنګ د افغانانو په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د حقوقو پر تامین باندې ټینګار کړی دی.

په عین وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړلو لپاره هیڅ دلیل نشته، او د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو یې ټېنګار کړی دی.

ښاغلي ستانکزي وویل: "باید ژر تر ژره د تعلیم زمینه مساعده شي،‌ژر تر ژره باید په افغانستان کې د مکتونو او مدرسو دروازې د ټولو پرمخ باندې باید خلاصې شي."

د بشري مرستو غوښتنه

د افغانستان د وضعیت په اړه په داسې وخت کې څرګندونې کیږي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په راروان ژمي کې په افغانستان کې د اړمنو کورنیو لپاره د مرستې رسونې لپاره ۱.۱میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، هڅه کوي په ټول افغانستان کې هره میاشت تر پنځلس میلیون زیاتو کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوي.

دغې ادارې اندېښنه ښودلې چې د د ژمي د موسم د رارسېدو سره ډېره سیمو ته د واورو له امله لارې بندیږي او ټینګار یې کړی چې اړینو کورنیو ته باید د ژمي له پیلېدو وړاندې مرستې ورسول شي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحید اماني وویل، ۱۵۰ زره مټریک ټنه خوراکي توکي هغو سیمو ته رسوي چې په ژمي کې ورته ورتګ ستونزمن وي.

ښاغلي اماني زیاته کړه چې په دغو سیمو کې ۲.۲ میلیونه خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې د هوا په سړېدو او د لارو تر بندېدو مخکې باید مرستندویه بنسټونه ورسره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG