په نړۍ کې د ډیجیټلي اسعارو یا کریپټو د تبادلې له ترټولو ستر شرکت بایننس څخه د ۶.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت ډیجیټلي شتمنۍ غلا شوې چې شنونکي یې پړه د شمالي کوریا پر هکرانو اچوي.
دا پېښه د مالي تاریخ تر ټولو لویه غلا بلل کېږي. ددې خبر له خپرېدو وروسته د کرېپټو اسعارو بیې راولوېدلې او بایننس له خپل سیستم څخه د شتمنیو ایستل په موقتي ډول درولي دي.
له موضوع څخه اګاه سرچینو رویټرز ته ویلي چې بایننس شرکت د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې او د پټو خدماتو له ادارې سره د پیښې په اړه په پلټنو کې مرسته کوي.
بایننس ویلي چې د پیرودونکو ټولې شتمنۍ خوندي دي او اوښتی زیان به د خپلې بودیجې له لارې جبران کړي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، د بایننس شرکت د یو انجنیر هک شوي کمپیوټر ښايي دغې غلا ته لاره هواره کړې وي.
د ډیجیټلي اسعارو شنونکو ویلي چې هکرانو په شاوخوا شلو دقیقو کې میلیارډونه ډالر له باینسس څخه ایستلي دي. تر اوسه نږدې ۳ میلیارد ډالر موندل شوي او یو شمېر شرکتونو د غلا شویو شتمنیو لویه برخه کنګل کړې ده.
ددې پېښې له کبله اندېښنه ښودل شوې چې دا ښايي د کرېپټو په برخه کې پر پانګونې او د خلکو پر اعتماد منفي اغیز وکړي.
فورم \ دبحث خونه