د لاس رسي وړ اتصالات

چک هېگل ته دامنیتی تړون په برخه کې ډاډ ورکړل شوی دی


د امریکا سفېر جېمز کننگهم او جنرال جوزېف ډنفورډ، دکابل په هوايي ډگر کې، دامریکا ددفاع وزیر چک هېگل ته هرکلی وايي
د امریکا سفېر جېمز کننگهم او جنرال جوزېف ډنفورډ، دکابل په هوايي ډگر کې، دامریکا ددفاع وزیر چک هېگل ته هرکلی وايي

له کوم وخت راهیسې چې چک هېگل د امریکا ددفاع وزیر شوېدی، افغانستان ته دا دهغه دوېم سفر دی.


د امریکا ددفاع وزیر چک هېگل نن د شنبی په ورځ وویل چې دافغانستان ددفاع وزیر هغه ته ډاډ ورکړ چې له امریکا سره به دوه اړخیز امنېتي تړون په خپل وخت باندې لاسلیک شي.

له کوم وخت راهیسې چې چک هېگل د امریکا ددفاع وزیر شوېدی، افغانستان ته دا دهغه دوېم سفر دی.

ددفاع وزیر چک هیگل وویل دی داسې فکر نه کوي چې نو رفشاربه په دې برخه کې مرسته وکړي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی دېته وهڅول شي چې دغه تړون لاسلیک کړي.

د اسو شېتېد پرېس خبري اژانس لیکي چی د امریکا ددفاع وزیر چک هېگل ددې پلان نه درلود چې له ولسمشر کرزي سره د خپل سفر په دوران کې په افغانستان کې ملاقات وکړي. داهم سمدلاسه معلومه نده چې دهغه سفر د ا فغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیز امنېتي تړون په سر جنجال په برخه کې څه اغېزه لري.

چک هېگل د افغانستان ددفاع له وزېر بسم الله خان محمدي سره له ملاقات نه ورو سته له خبریالانو سره خبرې وکړلې.

د افغانستان ددفاع وزیر بسم الله خان محمدي او د امریکا جگپوړی قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ
د افغانستان ددفاع وزیر بسم الله خان محمدي او د امریکا جگپوړی قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ


د ا سوشېتېد پرېس خبري اژانس لیکي چی ښاغلي کرزي لاتړون ندی لاسلیک کړی، خو دهغه لویې مشورتی جرگې ویلی دي چی دا تړون دې د کال په آخر کې لکه څنگه ېې چی امريکا غوښتنه کړېده لاسلیک شي.

ولسمشر حامد کرزی غواړي چې د اپریل د مېاشتی له انتخاباتونه وروسته، دده ځای ناستی په دې برخه کې فېصله وکړي. ولسمشر کرزی په خپله فېصله ددېپلوماتیکو چارواکېو او ددفاع د چارواکېو د فشار په وړاندې ټینگ ودرېده.

داې پي خبري اژانس لیکي چی ددغه تړون لاسلیک کول به د امریکا عسکرو ته اجازه ورکړي چی له 2014 م کال نه وروسته په افغانستان کې پاتې شي. په دې کې به هغوی د عسکرو دروزنی کارونه پر مخ بوزي او همدارنگه به د ترهگرۍ ضد عملیات هم پر مخ بوزي. خو که چېرې دا تړون لاسلیک نشي نو د امریکا ټول عسکر به د بل کال په آخر کې له نورو بهرنېو عسکرو سره له افغانستان نه وتلو ته ا ړ‍ شي.

داسوشېتېد پرېس خبري اژانس لیکی چې په دغه کنفرانس کې له چک هېگل سره په افغانستان کې دامریکا د قواو جگپوړی قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ هم ملگری و.
جنرال ډنفورډ وویل چې دی به له 2014 م کال نه وروسته په افغانستان کې د ېوشمېر قواو دپاتې کېدلو لپاره پلان جوړونې ته ادامه ورکړي. خو هغه داهم وویل که چېرې د اوږدې مودې راهیسې دغه ځنډېډلې تړون د راتلونکي کال له جنوري نه مخکې لاسلیک ن‍شي، نو دی به د نورو لارو چارو لپاره په پلان جوړونه باندې پېل وکړي.

په افغانستان کې دامریکا د قواو جگپوړی قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ وویل دی، د ښاغلي کرزي له خوانه د تړون په نه لاسلیک کولو د ځنډ، روحي اغېزو ته اندېښمن دی. داېتلاف د قواو د پاتې کېدلو په برخه کې د غېر یقیني حالت ادامه، په افغانستان کې باور او اعتماد ته زېان رسوي. جنرال ډنفورډ وايی له همدې امله، د زمکو او کورونو بیه را ټیټه شوېده او دا د دغېر یقینی حالت نښې دي.

د اسوشېتېد پرېس خبري اژانس لیکی چې د واشنگټن او ناټو چارواکي د دوه اړخیز امنېتي تړون په برخه کې چټکه فیصله غواړي. د لوېدیځ نظامی چارواکي وايي چې دوی وخت ته اړتېا لري چې له خپلو متحدینو سره د 2014 م کال نه وروسته ماموریت لپاره پلان جوړ کړي. په دې کې به د ېو اټکل له مخی د امریکا 8 زره عسکر پاتې شي او د ناټو د متحدینو له خوانه د 6 زرو عسکرو د پاتې کېدلو اټکل شوی دی.

د اسوشېتېد پرېس خبري اژانس لیکی چی ښاغلي کرزي ویلی دي چې دی به ېو ډول تړون هم چې دافغانان پر کورونو ناڅاپي برېدونو ته ادامه ورکړي، لاسلیک نکړي. د ا فغانستان د قانون له مخې باېد هرتړون دوه ځلې لاسلیک شي. اول ځل چې ملي شوری ته ولاړشي او که هلته منظورسي نو بېابه ېې ښاغلی کرزی د جمهوررئېس په توگه توشیح کړي.
د اسو شېتېد پرېس خبري اژانس په پای کې لیکي چې ددفاع وزیر چک هېگل دا پلان لري چې په افغانستان کې ېوشمېر ځایونو ته ددې لپاره سفر وکړي چې داېتلاف عسکر او مامورین وگوري.

د امریکا دلوېو درستیزنو دکومېټی رئېس جنرال مارټین ډمسي
د امریکا دلوېو درستیزنو دکومېټی رئېس جنرال مارټین ډمسي


په دې تېره ا ونۍ کې د امریکا د لوېو درستیزانو دکومېټی رئېس جنرال مارټېن ډمپسي په واشنگټن کې خبریالانو ته وویل چې سپینې ماڼۍ ورته هداېت ندی کړی چې د داسې کومې لا رې لپاره پلان جوړ کړي چې په افغانستان کې له 2014 م کال نه وروسته ېو عسکر هم پاتې ن‍شي. خو هغه خبرداری ورکړ چې د روان جنجال په نظر کې نیولو سره دا احتمال موجود دی.
XS
SM
MD
LG