د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې ږلۍ او توپان ۲۱ منډې وهونکي وژلي


په چین کې دولتي مطبوعات وایي ۲۱ ځغاستونکي هغه وخت ووژل شول چې د سلو کیلو مټرو واټن په منډې کې یې برخه اخیستې وه، خو د غره په لوړې برخې کې پرې سخته ږلۍ او توپان راغی.

دا پیښه د چین په شمال لویدیځ ولایت ګانسو کې د شنبې په ماسپښین شویده.

په وژل شویو کسانو کې د چین یو شمیر هغه لوبغاړي هم شامل دي چې د اوږد واټن په منډې وهلو کې یې شهرت درلود.

د سینهیوا د خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې ګڼ شمیر لوبغاړي سړې هوا وهلي او لا هم په روغتون کې د درملنې لپاره بستر دي. ځیني لوبغاړي برسیرن زخمي شوي هم دي.

په ثبت شویو ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې ژغورونکي په غره کې د ژوندي پاتې شویو او مړیو پسې پداسې حال کې ګرځي چې تپه تیاره ده او سخت باد هم لګیږي.

یو ژوندي پاتې شوي لوبغاړي ویلي چې باد دومره چټک و چې هر څه یې د ځانه سره وړل. هغه وایي: "د سر نه تر پښو پورې لوند خیشت وم. بوټان مې هم د اوبو نه ډک شول. اندیښنه مې درلوده چې ښایي باد مې په هوا کړي. وروسته هوا دومره سړه شوه چې ما نشوی زغملی. "

یو شمیر ګډون کوونکو یو بل غیږې ورکړې وې چې باد یې یونسي او هم د سړې هوا نه بچ شي.

د ځغاستې پدې سیالۍ کې ټول ټال ۱۷۲ کسانو برخه اخیستې وه او کله چې د منډې وهونکو لخوا د مرستې غږ وشو، ژغورونکو وکړی شو چې ۱۸ تنه ګډون کوونکي ژوندي وژغوري. د نورو ګډونوالو د مرګ او ژوند په هکله څه ندي ویل شوي.

په وژل شویو کسانو کې یو یې هوانګ ګوانجون دی. هغه کوڼ او ګونګی او په ۲۰۱۹ کال کې یې د چین د معیوبینو د ملي لوبو اتلولي هم ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG