د هایټي چارواکو د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۳) وویل چې د تیلو د یوه ټانکر په چاودنه کې شاوخوا ۶۲ کسان وژل شوي او په لس ګونه نور ټپیان شوي دي.
فرانس پرس خبري آژانس خبر ورکړی چې چاودنه د هایټي په دویم ستر ښار کاب هایټیان کې هغه مهال وشوه چې سیمه ایزو خلکو هڅه کوله هغه تیل چې ددې ټانکر څخه توی شوي وو، د ځان لپاره راټول کړي.
اوسمهال هایټي د تیل له کموالی سره مخ دی او تیل د یوه ګرانه بیه توکي په توګه ګڼل کیږي.
دا د کارائب په دغه بیوزله هیواد کې وروستی ناورین دی، هغه هیواد چې د جنایتکارانو د تاوتریخوالو او د سیاسي مشکلاتو له امله د پاشل کیدو په څنډه کې دی.
د هایټي صدراعظم آریل هنري چې ددغه تراژیدۍ له سیمې لیدنه کړې وه وویل چې د پیښې د لس ګونه ټپیانو سره یې په روغتون کې تر ملاقات وروسته، زړه مات شوی دی.
له پیښې وروسته له سیمې څخه په یو شمیر خپرو شویو تصاویرو کې ښکاري چې د تیلو د ټانکر په شاوخوا ځایونو کې ودانۍ سوځیدلي دي.
د کاب هایټیان د سیمې د ښاروال مرستیال ویلي دي چې د ۶۲ کسانو اجساد پیدا شوي او د نورو قربانیانو د موندلو لپاره هم هڅې روانې دي.
د هایټي د چارواکو په وینا، د ټانکر چاودنه دومره ویرونکې وه چې ۵۰ کسان پکې ژوندي وسوځیدل او د هویت معلومول یې ستونزمن دي.
راپورونه وایي د ټانکر چلوونکي وروسته له هغه کنټرول له لاسه ورکړ چې هڅه یې وکړه له یوه موټرسایکل سره د ټکر مخه ونیسي او له امله یې ټانکر چپه شو.
د ټانکر له چپه کیدو او د تیلو له تویدو وروسته، د سیمې خلکو د تیلو د ترلاسه کیدو لپاره د پیښې سیمې ته ور ودانګل خو په دې وخت کې چاودنه وشوه.
سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې په دې پیښه کې د استوګڼې ۴۰ کورونه هم زیانمن شوي دي خو په دې اړه یې ډیر جزیات ورکړي ندي.
یوه ډاکټر سیمه ایزې راډیو ته ویلي دي چې د کابو ۴۰ کسانو روغتیایي حال نازک دی.
فرانس پرس خبري آژانس د یوه نرس له قوله راپور ورکړی چې "له بده مرغه په دې به ونه توانیږو چې ټول وژغورو."
صحي چارواکو ویلي دي هغه کسان چې سوځیدلي ، د بدن څه باندې شپته سلنه برخه یې سوځیدلې ده.