د لاس رسي وړ اتصالات

د هایتي ولسمشر په خپل کور کې په ډزو ووژل شو 


د هایتي وژل شوی ولسمشر جوینل مویز
د هایتي وژل شوی ولسمشر جوینل مویز

ناپیژاندو بریدګرو نن د چهارشنبې په ورځ جولای ۷ (چنګاښ ۱۶) د هایتي ولسمشر جوینل مویز، د هغه په شخصي کور کې ویشتلی او وژلی دی.

د هیاتي موقت صدراعظم کلود جوزف، دغه پیښه "غیر انساني او وحشیانه اقدام" بللی او ویلي یې دي چې پولیس او د هیواد پوځ امنیتي وضعیت کنترولوي. خو د رویټرز اژانس د رپوټ له مخې ددې هیواد د پلازمینې په ټولو برخو کې د ډزو اوازونه اوریدل شوي.

پدغه پیښه کې د ولسمشر ماندینه هم ټپي شوې ده.

پداسې حال کې چې د سیاسي پلوه هایتي ویشل شوی او د بشري ناورین او د غذایي توکیو له کمبود سره مخامخ ده، د پراخو بې نظمیو د پیدا کیدو ویره شته.

ښاغلي جوزف د رادیو کاریبس سره په مرکه کې وویل: "ولسمشر ټپي شو او د ټپونو له وجې مړ شو." خو زیاته یې کړه چې "د دولت د دوام او د ولس نه د دفاع لپاره ټول اقدامات نیول شوي دي".

د ولسمشر کیدو وروسته جوینل مویز په ۲۰۱۷ کې د سختو اعتراضونو سره مخامخ شو. سږکال مخالفینو هغه په دیکتاتورۍ تورن کړ، خو هغه دغه تورونه رد کړي دي.

پدې وروستیو کې د هایتي په مرکز پورتوپرنس کې تاوتریخوالی زیات شوی او مختلف بانډونه او پولیس هڅه کوي چې د ښار مختلفې سیمې د خپل کنترول لاندې راولي.

پدې هیواد کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو لاملونه فقر او سیاسي بې ثباتي ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG