د لاس رسي وړ اتصالات

د منا په ټیل ماټیل کې ۷۱۷ حاجیان ووژل شول


دا د ۲۰۰۶ کال راهیسې د حج په مراسمو کې د خپل ډول تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې ده.
دا د ۲۰۰۶ کال راهیسې د حج په مراسمو کې د خپل ډول تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې ده.

په سعودي کې د حج په مراسمو کې د ټیل ماټيل له کبله شاوخوا ۷۱۷ حاجیان مړه شوي دي او تر ۸۰۰ نور زیات ژوبل دي. چارواکي وايي ډېر دغه خلک په منا کې تر پښو لاندې شول.

ویره ده چې د مړو او زخیمانو شمېر به لاپسې لوړه شي، ځګه چې د ژغورنې ډلې لا هم د زخمیانو او مړو لټون کوي. د نړۍ له ګوټ ګوټ نه شاوخوا دوه میلیونه مسلمانان سعودي ته د حج لپاره تللي دي.

د اسوشیټد خبري اژانس په راپور، دا د مړو او زخمیانو د شمېر له پلوه د حج په مراسمو کې تر ټولو خونړۍ پېښه ده.

څو اوونۍ مخکې د یو جرثقیل د لویدو په پېښه هم لسګونه حاجیان مړه او زخمیان شول چې افغانان هم په کې وو.​

په ۱۹۷۵ کال کې د ګاز ډبې په یوې چاودنې کې تر ۲۰۰ ډېر حاجیان مړه شول. د ۱۹۸۷ کال د جولۍ په میاشت کې بیا ایراني حاجیان د سعودي له پولیسو سره ونښتل چې لږ تر لږه ۴۰۰ تنه په کې مړه شول.

د ۱۹۹۴ کال د مۍ په میاشتې کې په مکه کې د حاجیانو خیمو اور واخیست او شاوخوا ۳۴۳ تنه مړه شول او د ۲۰۰۴ کال د فبرورۍ په میاشتې کې بیا ۲۵۰ تنه تر پښو لاندې مړه شول.

دا ډول پېښې ډېر کله په الجمرات یا د شيطن وهلو پر مهال کیږي چې ټیل ماټیل په کې زیات وي چې په ۲۰۰۶ کال کې په همدغه مهال لږ تر لږه ۳۶۴ حاجیان تر پښو لاندې مړه شول.

XS
SM
MD
LG