د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا وزارت له کورنیو چارو وزارت نه وغوښتل چې حکیم الکوزی ونیسي


حکیم الکوزی چې د کرونا واکسین جوړولو ادعا یې کړې ده.
حکیم الکوزی چې د کرونا واکسین جوړولو ادعا یې کړې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر احمد جواد عثماني د کورنیو چارو له وزارت څخه رسماً وغوښتل چې د حکیم الکوزي کلینیک وتړي او هغه تر قانوني څار لاندې ونیسي.

ښاغلي عثماني نن چهارشنبه جون ۱۰(غبرګولې۲۱) په کابل کې مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې د کروناویروس د واکسین په نوم د حکیم الکوزي محصول/ درملو کې نشه يي توکي کارول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ د ښاغلي الکوزي محصول/ درمل له علمي نظره وڅېړل، هغه څاڅکي چې د الکوزي لخوا خلکو ته ورکول کیږي، د هغه په ترکیب کې نهه ډوله تسکین کوونکي نشه کوونکي مواد ګډ دي، چې کېدای شي درد تسکین کړي، خو د زیات وخت لپاره له دغو موادو څخه استفاده د اعتیاد لامل کیږي."

ښاغلي عثماني د کورنیو چارو له وزارت څخه وغوښتل چې د حکیم الکوزي د کلینیک د بندولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي او همدارنګه ښاغلی الکوزی ونیسي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وویل چې د حکیم الکوزي د کلینیک او درملو وېشلو په اړه شکایتونه ورسېدلي دي.

نوموړي ویلي و که د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په رسمي ډول کورنیو چارو وزارت ته د دغه کلینیک د تړلو په اړه مکتوب ولېږي دوی به عاجل اقدام وکړي.

تر دې مخکې ښاغلي الکوزي ادعا کړې وه چې د کرونا ناروغۍ د درملنې واکسین یې ګڼو ناروغانو ته ورکړی چې په وینا یې ښه یې په شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن چهارشنبې تر غرمې جون ۱۰(غبرګولې۲۱) پورې ۴۱۱۲۹۱ تنه د یادو ویروس له امله مړه شوي او څه باندې اووه میلیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG