د لاس رسي وړ اتصالات

په قطر کې افغان سفیر عبدالحکیم دلیلي مړ شو


عبدالحکیم دلیلي د ۱۳۹۸ کال راپدېخوا بیا تر دامهاله په دوحه کې د افغانستان سفیر و
عبدالحکیم دلیلي د ۱۳۹۸ کال راپدېخوا بیا تر دامهاله په دوحه کې د افغانستان سفیر و

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي نن سې شنبه سهار ډسمبر ۲۹ (مرغومې ۹) د زړه حملې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغه یو پياوړی افغان ډیپلومات و او په قطر هیواد کې د افغانستان د خلکو ښه استازیتوب کړی دی.

یاد وزارت زیاته کړې چې عبدالحکیم دليلي د افغانستان او قطر تر منځ د اړيکو په ښوالي او په خاص ډول د سولې په مذاکراتو کې فعال رول درلود.

پر همدې مهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د عبدالحکیم دلیلي پر مړینې خواشیني ښودلې او تشه یې لویه ضایعه بللې ده.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي چې "نوموړي د هیواد د خدمتګار او ریښتنې استازي په توګه په قطر هیواد کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ډېر ښه استازیتوب وکړ."

اعلامیه زیاتوي: "د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره لویه ضایعه ده."

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د عبدالحکیم دلیلي مړینه د افغانستان دیپلوماتي دستګاه لپاره لویه ضایعه بللې ده.

د ملي مصالحې شورا په اعلامیه کې د ښاغلي عبدالله له قوله راغلي: "د سولې مذاکراتو په جریان کې او د مذاکراتو له پیل وروسته، د سولې د خبرو اترو پرمخ بېولو او تسهیل کولو کې د سفیر دلیلي ونډه خورا غښتلې او پياوړې وه."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس عبدالحکیم دلیلي د ۱۳۹۸ کال راپدېخوا بیا تر دامهاله په دوحه کې د افغانستان سفیر و.

د نوموړي د ماموریت پر مهال په دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو او همدارنګه د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ مخامخ بین الافغاني مذاکرات پيل شول.

عبدالحکیم دلیلي په ۱۳۵۱ کال کې په غزني ولایت کې نړۍ ته سترګې غړولي وې او په ۱۳۷۱ کال کې د قطر هیواد د ساختماني انجنیري له پوهنتون څخه فارغ شوی و.

XS
SM
MD
LG